الله تعالی ولي د ښځو مکر او چال ستر ښودلی دی؟

جبیر افغان

سورة یوسف مکي سورة او ۱۱۱ آیتونه لري، په دغو آیتونه کې د نادرو پیښو او عجیبه کیسو بیان دی چې حضرت یوسف علیه السلام ورسره مخ شوی دی، لکه: د خوبونو تعبیر، د وروڼو حسد، د یوسف علیه السلام او پلار تر منځ یې د بیلتون راوستلو هڅي. همدا راز د یعقوب علیه السلام د زغم تفصیلي داستان، د عزیز مصر د میرمني زلیخا حضرت یوسف علیه السلام ته د جنسي غریزې د اشباع کولو وړاندیز، د یوسف علیه السلام ښکلا ته د مصر د ښځو حیرانتیا، یوسف علیه السلام ته د مصر د خزانو سپارل، نوموړي ته د خپلو وروڼو بیرته راتلل او د وروڼو خپل پلار یعقوب علیه السلام ته د یوسف علیه السلام سره د لیدني زیری راوړل.

سورة یوسف د حضرت یوسف علیه السلام د ژوندانه د مهمو، خطرناکو، باریکو او اړینو مراحلو په اړه بحث کوي چې ځیني یې د مېرمنو د فتنې سره مخ کېدل، له بلوغ څخه وروسته مهمي چاري او د الله تعالی له لوري د حکمت او علم په پراخه پیمانه ورکول دي. یوسف علیه السلام د دغو فتنو سره په خورا سالم زړه او قوي ایمان سره مخ شو چې الله تعالی بیا ترې نجات هم ورکړ.

د الله تعالی د دې قول (اِنَّ کَیْدَکُنَّ عَظِیْمٌ) مناسبت

یوه هغه ستر فتنه چې حضرت یوسف علیه السلام ورسره مخ شو د عزیز مصر په کور کې د شتون پر مهال وه. عزیز مصر خپلي مېرمني ته امر وکړ چې د نوموړي ښه تکریم او عزت وکړي تر څو یې د خپل زوی په څیر وګرځوي. خو مېرمني یې په هغه سترګه ورته وکتل چې له هغو کاتو څخه جلا ؤ په کومه چې یې خاوند ورته کتل. د ځان په اړه د نوموړي د دوکه کولو په پار یې بېلابیل تدبیرونه وکارول؛ د غولوني له ډیرو لارو چارو او بېلابیلو وسائلو څخه یې کار واخیست تر څو حضرت یوسف علیه السلام د خپل ښایست او خواهشاتو په دام کې راګیر کړي. خو د حضرت یوسف علیه السلام له لوري له ډډي او انکار پرته نورڅه نه ؤ او د عزیز مصر د مېرمني هر وړاندیز یې له الله تعالی څخه د ویري او خپلي پاک لمنۍ له امله رداوه.

آخر عزیز مصر پوه شو چې په کور کې یې څه روان دي او الله تعالی خپل پیغمبر علیه السلام ته له هغو تهمتونو څخه برائت ورکړ کوم چې زلیخا پرې تپل او د الله تعالی دا قول (اِنَّ کَیْدَکُنَّ عَظِیْمٌ) عزیز مصر ته د حقیقت له ښکاره کېدلو وروسته د هغه د قول بیان دی. عزیز ته چې کله د خپلي مېرمني خیانت څرګند شو نو دا هرڅه یې د هغې لوري ته منسوب کړل، نه یوازي مېرمني ته بلکي ښځینه ټول ذات ته یې د هغه انتساب وکړ او ویې فرمایل: (اِنَّ کَیْدَکُنَّ عَظِیْمٌ). په دې آیت کې د دې خبري بیان دی چې د ښځي مکر او فریب پر نفسونو سخت تأثیر کوي او د نارینه یې ډیر کله په مکر او تدبیر سد هم نه رسیږي.( التفسیر المنیر،ص: ۲۴۷، ج: ۱۲)

د الله تعالی د دې قول (اِنَّ کَیْدَکُنَّ عَظِیْمٌ) تفسیر

په آیت مبارک کې الله تعالی د مېرمنو مکر او فریب په ستروالي سره موصوف کړی دی او په بل ځای کې یې مطلق انسان په ضعف او کمزورۍ سره موصوف کړی دی او هغه د الله تعالی دا قول دی: (وَ خُلِقَ الْاِنْسَانُ ضَعِیْفٌا) د الله تعالی له دې قولونو څخه مراد دا نه دی چې قوت یې د ښځو لورته منسوب کړی او نارینه یې کمزوري بللي دي، بلکي انسان که نر وي او که ښځه د الله تعالی د نورو کائناتو لکه ځمکي، اسمانونه، غرونه او….. په نسبت کمزوری دی. د ښځي مکر یې ځکه په ستروالي سره موصوف کړ چې د ښځي مکر او کید د نارینه ؤ د مکر په نسبت باریک او دقیق وي، د ښځو مکر د ټولو بشریت تر مکر ستر دی، ځکه چې نوموړي د خپلو اهدافو او غرضونو د پوره کولو لپاره له داسي حیلو او تدابیرو څخه کار اخلي چې نارینه پرې قدرت نه لري.
(السراج المنير في الإعانة على معرفة بعض معاني كلام ربنا الحكيم الخبير، ج: ۲، ص: ۱۰۴)

او د الله تعالی دا قول(اِنَّ کَیْدَکُنَّ عَظِیْمٌ) د نارینه ؤ سره د ښځو د معاملې اړوند دی، خو په فرائضو، اداري کارونو، پاچاهۍ، صنعتي امورو او تجارت کې نارینه له ښځو څخه کلک دي او قوت و غیرت یې زیات دی. ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (لن یفلح قوم ولوا امرهم امرأة)[هغه قوم به هیڅکله کامیاب نشي چاچې خپل امر او معامله ښځو ته وسپارل] د حدیث شریف څرګند مطلب دادی چې پاچا هرومرو باید نارینه وي دا کار د ښځي وړ نه دی او نه هم د مسلمانانو له عامه کارونو څخه کوم بل کار د ښځي سره مناسب دی.ځکه چې دغه کارونه کاملي رایي او رسا عقل ته ضرورت لري همدا راز دغه چاري سمبالونکی باید ډېر نرم خویه نه وي، هغه نرمي چې مېرمن یې د ژوند په ډیرو چارو کې لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button