کابل کې پرله‌پسې چاودنې شوي

عزم(پنجشنبه، کب ۱۶، ۱۳۹۷ ل): د کابل ښار امنیتي مسوولین وايي، د کابل ښار د لویدیځې څنډې په قلعه ناضر سیمه کې څو پرله‌پسې چاودنې شوي؛ خو د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چاودنې د حزب وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې سره نږدې سیمه کې شوي، چې له امله یې دغه غونډه هم ځنډېدلې ده.
نننۍ غونډې ته مخکنی ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، محمد محقق، صلاح الدین رباني، حنیف اتمر او ګڼ پخواني اوسني چارواکي هم ورغلي وو.
تراوسه د اوښتې مرګ‌ژوبله په اړه امنیتي مسوولین څه نه وايي.
له دې وړاندې هم د هزاره‌ګانو غونډې د داعش وسله‌والې ډلې له لوري هدف ګرځول شوې وې؛ خو د نننیو چاودنو په اړه یې څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button