سمنګان: شل تنه ولسي وګړي د طالبانو په نوم شکنجه شوي

 

عزم(جمعه، ۱۷ کب ۱۳۹۷): سمنګان ولایت کې امنیتي ځواکونو د طالبانو په نوم شل تنه ولسي وګړي نیولي او وروسته بیا شکنجه کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي چې د دغو کسانو انځور یې په خپله فیسبوک پاڼه نشر کړی ورسره لیکلي یې دي چې «په سمنگانو ولایت کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان ونیول شول. »

انځور کې ښکاري چې پړمخې پراته دي او لاسونه یې ترشاتړلي خو له ورایه معلومیږي چې طالبان ندي.

په یاد انځور کې یو سپینږیری هم لیدل کیږي چې تقریبا ۷۰کاله شاوخوا به عمر لري چې عسکرو ته د زاریو په حال ناست دی او د د خپل ځان د صفایي او خلاصون په اړه عذر کوي.

نصرت رحيمي لومړی د یادې پیښې د خلکو انځور هم نشر کړی وو خو وروسته یې تبصرو کې د خلکو د غبرګونونو له امله انځور لرې کړ او یواځې خبر یې پریښود.

د احمد خان په نوم یو تن ورته په تبصره کې لیکلي.

که چیرې دا خلک بیرته ازاد شي د طالب لاسونه به مچ کړي
بیا به تاسو دې غریبو خلکو ته سه ځواب ورکوی.

نقیب الله اچکزي په نوم یو بل کس ورته لیکلي.
رحیمي صاحب هغه سپین ژیري بابا ته خو وگوره دا خو طالب قسم په الله که وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button