د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په هکله د“حکمتیار“توند غبرګون

 

(عزم  جمعه ۱۳۹۷ کب ۱۷)

د حزب اسلامي مشر او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار د طالبانو او امریکا تر منځ د وروستیو مذاکراتو په هکله توند غبرګون ښوودلی او پر امریکا یې ژغ کړی چې طالبانو ته دې د افغانستان د واکمنانو په سترګه نه ګوري.

نوموړي ویلي،

“ که امریکا له طالبانو دا تضمین غواړي چې راتلونکي کې به د افغانستان خاوره  د دوی پر ضد نه کارول کیږي،  په دې مانا ده چې طالبان عملاً د دولت واګي په لاس کې لري او د دولت اداره ورسپارل شوې ده،  له دې پرته دا موضوع هیڅ په طالبانو پورې اړه نه لري.“

حکمتیار وایي، دا به  ښه وه که امریکا له طالبانو دا تضمین غوښتی و،  چې له داعش القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي او پر دې هکله باید امریکا ته هم تضمین ورکړي،  خو د امریکا لخوا له طالبانو نه د افغان خاورې په هکله د تضمین غوښتلو موضوع باید هیڅ نه وای مطرح شوې
نوموړي دغه راز ویلي،  د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع هم باید له طالب مرکچیانو سره ونه څیړل شي ځکه دا غوښتنه لومړی د حزب اسلامي وه او امریکایان دې د خلکو د ارادې د تمثیلونکي حکومت سره دغه خبر مطرح کړي.

حکمتیار زیاته کړې؛  ایران چین او روسیه اندیښنه لري چې ګواکې امریکا به د کابل حکومت طالبانو  ته وسپاري چې بیا به پخوانۍ ترخې تجربې تکرار شي

د حزب اسلامي مشر ټینګار وکړ چې طالبان دې قدرت د زور له لارې نه غواړي،   لومړی باید اوربند وکړي.، بین الافغاني مذاکراتو ته دې زړه ښه کړي بیا دې په ټاکنو کې برخه واخلي که چا اکثریت رایې یوړې،  د راتلونکي حکومت مشري د هغه ده.

د یادونې وړ ده چې حکمتیار دوه کاله وړاندې د یو لړ امتیازونو په بدل کې،( چې لا یې هم ډیری نه دي ترلاسه کړي،) د کابل حکومت ته تسلیم شو او اوس د دارلامان سیمه کې  امریکایي پوهنتون ته څیرمه کور او دفتر لري.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button