سل زاهدان او سالار یې محمد صلی الله علیه وسلم(16 برخه)

جبیر افغان

له دنیا څخه سترګي پټول

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل رب لقاء او د هغه څنګ ته تلل غوره کړل او روح یې چې تر اوسه د ربیع الاول دوې ورځي تیري شوي وې، په ۱۱هـ کې له دې نړۍ څخه د اعلی علیین لورته کوچ وکړ. تدفین یې په هغه ځای(د حضرت عائشه رضي الله تعالی عنها په حجره)کې وشو چیرته چې یې روح خپل رب ته سپارلی ؤ.

له دې مختصر بیان وروسته د شاعر پر دې وینا بسنه کوم:

ولئن مدحت محمدا بمقالتي
فلقد مدحت مقالتي بمحمد

” که زه په خپله لیکنه او وینا کې د محمد صلی الله علیه وسلم ستاینه کوم(دا په حقیقت کې زه د هغه مدح نه کوم بلکي) د محمد صلی الله علیه و سلم په یاد او بیان سره د خپلي لیکني ستاینه کوم”.

فائده: د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم د زهد مختصر حالات دلته پای ته ورسېدل او له دې وروسته به د آدم علیه السلام د زهد بیان پیل شي.

نوربیا…… ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: