مجاهد: “کابل ته به په فاتحانه توګه داخلیږو “

(عزم یکشنبه ۱۳۹۷ کب ۱۹)

 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ له شمشاد تلویزیوني چینل سره د هیواد د روان وضعیت په تړاو مفصله مرکه وکړه چې سولې د خبرو، روانې جګړې او واک ته تر رسیدو وروسته یې تول مسایل وڅیړل.

مجاهد وویل، په بهرني اړخ کې مو همدا اوس له امریکا سره خبرې ښې پرمخ روانې دي او زیاته یې کړه چې “امریکایانو ته اجازه نه ورکوو چې پر داخلي چارو زمونږ سره بحث وکړي؛هغه مسائل چې د افغانستان پر جغرافیه، استقلال، دین او مذهب پوري اړه لري، هغو موضوعاتو باندي د بهرنیانو سره بحث نه کوو.“

نوموړي ټینګار وکړ چې ، کابل ته به د فاتحینو په توګه راځي ځکه چې په وینا یې “ تېر ۱۸ کاله یې د هیواد د ازادۍ څخه دفاع کړې ده “

مجاهد د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې په تړاو وویل چې “ د اشغال حامیان د افغانانو سره په جګړه کې دي او افغانانو وژلي دي.. چی هر څومره وژل کیږي ، شمار یې مهم نه دی“

مجاهد زیاته کړه چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې به دننه مطبوعاتي ازادۍ ، مدني بنسټونه او سیاسي جوړښتونه وغیره پخپل حال پاتې وي ؛ خو که د افغانستان او دیني ارزښتونو مخالف وي ، هغه به له منځه وړل کیږي.

مجاهد د وروستیو مذاکراتو په تړاو وویل چې اوس یوازي د هغوی سره د امریکا سره د ځواکونو پر وتلو خبرې کوو.او په وینا یې چې د امریکایانو وتل «حتمي» دي او د هغوی شتون په هیڅ توګه نه منو.
نوموړي د موقت حکومت غوښتنه هم رد کړه او دغه راز یې وویل چې د یوه داسې مقتدر حکومت چې واحده قومانده ولري غوښتونکي دي.
هغه زیاته کړه، د اشغال نه وروسته د افغانانو کار دی چې اسلامي امارت، اسلامي جمهوریت او یا بل هر نوم باندي يې حکومت جوړوي ، نومونه مهم نه؛ بلکې محتوا یې مهمه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: