اتمر: غني ټولې پروژې دوباره افتتاح کړې او واکمنۍ کې یې لسګونه زره افغانان قرباني شول

 

(عزم یکشنبه ۱۳۹۷ کب ۱۹)

د اشرف غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر وایي، ولسمشر غني په ټولو ولایاتو کې هغه پروژې پرانیستلې چې پخوا یې هم افتتاح شوې وه.

نوموړي نن یوې خبري ناستې ته وویل، “ همدا غیر مسؤلانه حکومتولي ده، چې په هیواد کې یې ټول ترلاسه شوي فرصتونه له لاسه ورکړي او دا ډول چې هره ورځ خلک غولوي او هر هغه پروژه چې له وړاندې افتتاح شوې وي، دوه او درۍ ځله بیرته افتتاح کوي“

اتمر وویل، د غني په واکمنۍ کې ۵۱ زره تنه هیوادوال وژل شوي او ۹۸ زره ټپیان شوي دي

خو ارګ وایي چې اتمر له حالاتو ناخبره ده ځکه چې په وینا یې، غني د خپل واک په موده کې د لاجوردو ټاپي، چابهار په ګډون څو پروژې هم پرانیستلې دي چې تر ډیره بریده تازه پروژې وې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: