د جرمني د بهرنیو چارو وزیر بلخ ته راغلی

عزم(دوشنبه، کب ۲۰، ۱۳۹۷ ل): د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن په یوه ناڅاپي سفر بلخ ته راغلی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په مزار شریف کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان له سفر وروسته غواړي پاکستان ته ولاړ شي.
ده وویل، جرمني د افغانستان دوهم ستر مالي ملاتړ کوونکی هېواد دی او له امریکا وروسته په افغانستان کې ډېر پوځیان لري.
هایکو ماس وویل، جرمني چمتو دی چې د طالبانو په ګډون د افغانستان د سولې د خبرو کنفرانس جوړ کړي او ښکېلې خواوې پکې ګډون وکړي.
جرمني تېره میاشت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت اوږد کړ.
جرمني اوسمهال په افغانستان کې ۱۲۰۰ پوځیان لري، چې ډېری یې د افغان ځواکونو په روزلو بوخت دي.
ډېری بهرني چارواکي افغانستان ته پټ راځي او رسنۍ او چارواکي ترې هغه وخت خبرېږي، چې کله بېرته تللي وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button