طالبان: که مذاکرات ناکام هم شي امریکایان وځي

 

عزم(سه شنبه، ۲۱ کب ۱۳۹۷ل): طالبانو په یوه تازه خپره کړې مقاله کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي ویلي دي چې له امریکایانو سره روان مذاکرات ناکام هم شي امریکایان وځي.

طالبانو د واشنګټن تایمز ورځپاڼې هغه خبره راخیستې چې په خبله وروستی ګڼه کې یې لیکلي وو امریکا په یو بې بایانه حګړه کې راګیر دی که روانې خبرې بې پایلې پای ته ورسیږي نو هم امریکا باید له افغانستانه پښې سپکې کړي.

مقاله کې د تیرو امریکایي ولسمشرانو هغو خبرو ته اشاره شوې چې ویل یې له افغانستان د وتلو فکر نلري او ځینو یې پنځوس کاله دلته پاته کیدل یادول خو اوس له دوی څخه له افغانستان د وتلو لار ورکه ده.

مقاله کې وړاندې راغلي «اشغالګرو  دیرغل په مهال داستعماري رسنیو له میکرافونه په خورا غرور سره دخپلو وسایلو نمایش وړاندې کاوه،دوی به  دشپې او ورځې د پښتو او دري ژبو کرایې نطاقانو په خوله دافغان ولس پر پرهرونو مالګې شیندلې او  ویل به یې چې ایتلافي ځواکونه ایف ۱۶، بې ۵۲  او ډرون الوتکې،کروز توغندي،کلسټر بمونه، زغره وال ګاډي ،پرمختللې ټیکنالوژي او پریمانه ډالر لري او نادره  داچې له لوړې  فضاء پر مځکه یو اینچ شی ویني او ښکالو یې هم اوري!!»

طالبانو د خپل مشر ملامحمد عمر مجاهد هغې خبرې ته اشاره کړې چې په لومړیو کې یې له امریکا د مذاکراتو غوښتنه کوله «اسلامي امارت یرغلګرو ته دهوش هوش سپارښتنه وکړه،خو بوش او بلېر دجوش پر ټټو سپاره وو، په خپلو وسایلو غرور یې عقل سلب کړی و، له وژلو او نړولو پرته یې نور څه تر خولو نه راوتل، داسلامي امارت موسس امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دې نړیوالو جګړه مارانو ته په خطاب کې وویل:« دا سمه ده چې وسلې مرګ کولای شي،خو مرګ ګرځولای نشي» نړۍ نن دملا صاحب رحمه الله دهمدې معنی داره جملې مصداق ویني، مجاهدین له یو ټوپک او چانټې سره د مجهزو او مغرورو یرغلګرو په لویو لویو اډو ورننوځي او  په یوه یوه ګوزار درځنونه یرغلګر عسکردمرګ کندې ته ټېل وهي.»

مقاله کې راغلي چې د امریکا له راتګ سره سم ځینو پوځي ماهرینو له هغوی سره جګړه له غره د سر وهلو په معنا بلله خو اوس یې نړۍ ویني چې افغانانو دا ځل یو بل زبر ځواک راڅملولو.

طالبانو ویلي «امریکا نور باید له سر ټمبګۍ څخه لاس واخلي،ژر ترژره له افغانستانه خپل ټول پوځونه وباسي، کنه تاریخ به پرې تکرار شي او افغانستان به یې قبرستان شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button