بغلان او سمنګان کې ۱۶ پولیس وژل شوي ۸ نور ژوندي نیول شوي

 

عزم(سه شنبه، ۲۱ کب ۱۳۹۷): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې طالبانو د امنیتي پولیسو او ملي اردو په پوستو بریدونه کړي چې مرګ ژوبله پکې رامنځته شوې.

شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نظم عام او ملي اردو د ۸مې لوا قوماندان اریانا نیوز ته ویلي چې تیره شپه طالبانو په مرکزي بغلان کې په دریو پوستو بریدونه وکړل چې څلور تنو پولیسو او ۶ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بلخوا طالبانو د مرکزي بغلان اړوند چهارشنبې تپې سیمه کې په ۲پوستو د برید ادعا کړې چې دواړه پوستې یې تر لږ مقاومت وروسته نیولي او ۱۰ تنه پولیس یې وژلي ۶ نور یې ژوندي نیولي.

طالبان وایي په دغه جګړه کې یې یو ملګری وژل شوی دوه نور ټپیان دي.

طالبانو همدا راز په شمال کې د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ د یوې پوستې د نیولو ادعا کړې او زیاته کړې یې ده چې په دغه پوسته کې یې د جګړې پر مهال ۶ پولیس وژلي او ۲ نور یې ژوندي نیولي.

طالبان وایي په دغو دواړو جګړو کې یې ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي دي.

دا پداسې حال کې دی چې تیره شپه بادغیس کې هم طالبانو شل تنه پولیس وژلي وو او ۲۸ تنه نور یې ژوندي نیولي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button