د کورړنګي دوران یوه ورځ

حسان شلګری:
په سخت دردوونکي عصر کې ساه کاږو، د واټس آپ په یو داسې ګروپ کې برخوال یم، چې د هیواد له مختلفو سیمو په کې ګډونوال ورځنۍ حوادث شریکوي. هر سهار چې د دې صفحې مخ پرانیزم، نو لومړنی نظر مې په تېره شپه کې د ترسره شویو مظالمو او کورړنګو عملیاتو په خبرونو لګي. هره شپه په اوسط ډول د ۵۰ شاوخوا کورونه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ګډو ځواکونو لخوا نړیږي. د هغو حساب خو بیخي زیات دی چې مالونه یي لوټ کیږي، دروازې یې ماتیږي او خلک یې شکنجه کیږي.
پرون سهار د غزني د اندړو ولسوالۍ په ګوریانو سیمه کې امریکایي الوتکو د ملکي وګړو ټونس موټر په نښه کړ او په کې سپاره ماشومان، زنانه عام وګړي یې ووژل.کله چې کلیوال د شهیدانو ټولولو ته ورغلل. بیا ورباندې بمبار شو. ټول دیارلس تنه ملکي خلک شهیدان او ګڼ نور ټپیان شول. د کلي خلکو د دموکراسۍ له مزایاوو(!) او د بیان له ازادۍ(!) په استفاده د خپلو ټوټه شویو شهیدانو غوښې راټولې کړې. په سپینو ټوکرانو کې یې پنډه کړې او د غزني ښار ته یې یووړې تر څو چارواکو ته وښيي چې اولسي خلک یې وژلي دي. خو د غزني ښار لومړۍ دروازې ته نه وو ور رسیدلي چې پولیسو پرې ډزې وکړې او د ولایت پر خوا له تګ څخه یي منع کړل. خبریالان خو هسې د کلیوالو افغانانو په وینو کې ری نه وهي. اما په عامه رسنیو چې ددې لاریون کومه ویډیو خپره شوه. نو د بیچاره کلیوالو هغه کریغې مې تر اوسه هم په غوږونو کې انګازې کوي چې په دردمن غږ یې ویل: د خدای پار دی، یوه نجلۍ ورکه ده. ټوټه یې هم نه ده پاته،په مخ ورکه ده. . . په دې پنډو کې جسدونه نه دي، د غوښو ټوټې مو راټولې کړي او راوړې دي . . .
خو زه لا په دې درد نه وم رسیدلی چې هغه ویډیو په مخه راغله چې د وردګو ولایت یو اوسیدونکی په کې د خپل کور د بمبار او د خپلې ښځې او اولادونو په شمول د ټولې کورنۍ د تباه کیدو کیسه په غریونیولي انداز بیانوي. د هغه ځوان له درده ډک حالت مې سم ونه کتلی شو. . . دا چورت را ولوید چې د دې ځوان کیسه خو داده رسنیزه شوه. خپل درد یي بیان کړ او زړه به یې لږ سپک شوی وي. . . مګر هغه هره شپه قتلیدونکي بیچاره وګړي به څه کوي چې د دموکراسۍ او ترقۍ په قاموس کې په بدویت محکوم دي. هغوی چې هره شپه بمباریږي، قتلیږي او لوټ کیږي. خو دردونه یې په زړه کې همداسې غوټه پاته دي.
ټویټر او فیسبوک ته لاړم، تر څو د دې بوږنوونکو پیښو انعکاس وارزوم. خو زموږ پتلون کش روشنفکران ټول په خپلو انتخاباتي خرمستیو کې غرق و. چا د اشرف غني مدحیې بیانولې او چا د اتمر په قصیدو شخوند واهه. هیچا د غزني په بمبار کې د ورکې نجلۍ د نادرکۍ اعلان نه و خپور کړی. حتی هغه قلموال، شاعران، لیکوالان او د ادب د اسمان ستوري او تندرونه چې تر پرونه یې ځانونه غیرمتعهد بلل، هغوی هم د سیاسي غټانو په مداحۍ او ټاکنیز کمپاین کې ورک وو. د شاعرانو له منځه لږ د شعور او سړیتوب خاوند مصطفی سالک دا راز افشاء کړی و چې کاندیدان د پیسو په مقابل کې شاعران او قلموال استخداموي او ما ته هم څو ځله وړاندیز شوی چې ما رد کړی دی خو ډيرو پخوانیو( ناپېیلو) وجدانونه خرڅ کړي او د ارګ او سپیدار په تار پېیل شوي دي. . . له ځان سره مې وویل: ملامت نه دي، دغه نامطلوب او خنثی قشر خپل ضمیر پلورلی او اوس د بې وجدانۍ نشې بې حسه کړی.
بیګا له همدې دوک او درد سره د خوب عالم ته لاړم. خو چې سهار راپاڅیدم، ګورم چې دغه شپه هم خونړۍ وه. په دې شپه یوولس بجې امریکایي او داخلي عسکرو د ننګرهار خوګیاڼو کې د ټټنګ په کلي چاپه وهلې. د یوه کلیوال عمر ګل اکا څلور زلمي زامن ( تورګل، سپین ګل، دیدار ګل، حمیدګل) یي شهیدان کړي. دغه راز یې دیوه بل کلیوال ګل ولي هم دوه زامن (مامور خان او امیر خان ) په شهادت رسولي او د ډیرو کورونو قیمتي اموال یې غلا او دروازې یې په بمونو ماتې کړې دي.
خو تېره شپه یوازې په ننګرهار کې خونړۍ نه وه. په کندز کې د خان اباد ولسوالۍ په زر کمر سیمه او د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د شاکیانو په سیمه هم داخلي او بهرنیو قاتلانو چاپې وهلي، کورونه یي نړولي، خلک یي ځورولي، غلاوې یې کړي دي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
دا یوازې د یوه شواروز جریان دی، دلته نن سبا هره شپه همداسې خونړۍ ده. اشرف غني د چنګیز ناتمام فصل تکمیلوي او د (کور ړنګو عملیاتو) یو لړۍ یې پيل کړې ده. حکومت خو هسې قاتل او په دې جنایاتو کې لومړنی مسؤل دی. رسنیو هم د منافقت دریځ خپل کړی، هغه تر ټولو نامداره( بي بي سي) د کورړنګو عملیاتو په اړه هیڅ راپور نه خپروي. په کابل میشتو د نام نشان خاوندانو کې یوازې شفیع اعظم، فیض ځلاند، ذاکري جلالي، نظر محمد مطمئن او څونور کسان دي چې د اولس فریاد بدرګه کوي، نور نو له الف اباسین بریال نیولې، بیا تر لال لیوال عبدالغفور پورې ټول د اشرف قاتل پرتاګه ته پینې جوړوي. نه پوهیږم دغه د تاریخ سرکوزي به سبا په کومو سترګو ځان د دې ملت یوه برخه بولي. نفرین په داسې سرټیټو وجدانونو . . .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button