د لباس شرعي اصول(3 برخه)

مفتي محمد تقي عثماني صاحب

ژباړه: جبیر افغان

ظاهر او باطن دواړه مطلوب دي

ښه پوه شئ چې د دین احکام د ظاهر سره هم تعلق لري او د باطن سره هم، د روح سره یې هم لري او د بدن سره هم. د قرآن کریم د آیت مفهوم دی چې ظاهري ګناه هم پرېږدئ او باطني ګناه هم پرېږدئ نه یوازي دا چې باطني ګناه پرېږدئ. په یاد ولرئ! کله چې ظاهر خراب وي نو دا بیا د شیطان دوکه ده چې باطن مي سم دی ځکه چې ظاهر هغه مهال خراپیږي کله چې باطن خراپ وي که باطن خراپ نه وي ظاهر نه خراپیږي.

یو په زړه پوري مثال

زمونږ یو بزرګ به یو مثال بیاناوه چې کله چې میوه له دننه څخه ورسته شي نو د ورستوالي نښي یې سربیره پر پوستوکي د داغونو په شکل کې ښکاره کیږي او که له دننه څخه خراب نه وي نو کله یې هم پر پوستوکي نښي نه ښکاري. پر پوستوکي یې هغه مهال نښي ښکاري چې له دننه څخه خراپ وي. همدارنګه هغه څوک چې ظاهر یې خراپ وي نو دا د دې خبري نښه ده چې په باطن کې یې هرومرو فساد شته کنه ظاهر یې تر هغو خراپیدای نشي. نو دا ویل چې زمونږ باطن سم دی که مو ظاهر خراپ وي نو څه کیږي؟! ښه پوه شئ چې د ظاهر د خراپوالي په صورت کې باطن هیڅکله نشي سمېدلای.

په دنیاوي کارونو کې ظاهر هم مطلوب دی!

د دنیا په کارونو کې ظاهر هم مطلوب دی او باطن هم مطلوب دی خو یو دین بیچاره داسي دی چې په اړه یې ویل کیږي چې زمونږ د هغه باطن په کار دی د ظاهر سره مو یې سروکار نشته. مثلا په دنیا کې چې کله خلګ یو سرای جوړوي نو ظاهر خو یې دادی چې څلوردیوالونه باید ودروي او له پاسه پرې بام واچوي نو باطن یې حاصل شو، نور د پلاستر او رنګ ورکولو څه ضرورت دی ځکه چې د سرای روح خو حاصل شو او د پکي د اوسېدلو جوګه دی. مګر د سرای د جوړولو پر مهال دا فکر د هرچا سره وي چې یوازي څلور دیوالونه او بام کافي نه دي، بلکي پلاستر، رنګ و روغن او دننه د ښایست او ښکلا شیان ټول ضروري وي، دلته کله هم یوازي د باطن د برابرولو فلسفه نه چلیږي. یا مثلا موټر دی یو یې باطن او یو یې ظاهر دی، باطن یې دادی چې په یوه څلور کونجونه لرونکي اوسپنه کې انجن کښېږده بس باطن یې حاصل شو ځکه چې د چلولو قابل دی، نور په هغه کې نه د باډۍ ضرورت شته او نه د نور رنګ او روغن. خو د هغه په اړه چا هم دا فکر نه دی کړی چې د موټر باطن حاصل شو د ظاهر یې نور ضرورت نشته بلکي هلته ظاهر او باطن دواړه مطلوب دي یو دین بیچاره داسي مسکین پاتي دی چې باطن خو پکي مطلوب دی البته ظاهر یې هیڅ ارزښت نه لري.

نوربیا……. ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button