واشنګټن ټایمز: د امریکایانو د وتلو ممکنه هوکړې د کابل اداره وارخطا کړې

 

عزم( پنجشنبه، ۲۳ کب ۱۳۹۷): د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر مرکز دوحه کې تر ۱۷ ورځو پرلپسې مذاکراتو وروسته د امریکایي ځواکونو پر ویستلو هوکړه وشوه چې د کابل ادارې چارواکو کې دغې هوکړې وارخطایي ګډه کړې.

واشنګټن ټایمز امریکایي ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې لیکلي، زلمي خلیلزاداسوشیټیډ پریس ته ویلي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو د مهالویش پر سر له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسیدلی دی، چې له امریکایي چارواکو سره تر شریکیدلو وروسته به پرې مسوده تیاریږي.

ورځپاڼې لیکلي د طالبانو او امریکا ترمنځ له شوې هوکړې وروسته د کابل ادارې چارواکو کې یوه وارخطایي ګډه کړې او په ویره کې دي.

واشنګټن ټایمز د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب خبرو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د هغه په ګډون یو شمیر افغان چارواکو د امریکایي ځواکونو وتل د اندیښنې وړ بللي.

د ویلو ده چې محب رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې دوی ته د منلو وړ ندي، د سولې هر ډول خبرې باید له دوی سره شریکې شي، کومې خبرې چې له دوی پرته ترسره کیږي د افغانانو پر زیان دي چې دوی یې نشي منلی.

دا پداسې حال کې دی چې د ولسمشر سلاکار عمر داودزي څو ورځې وړاندې رسنیو کې ویلي وو چې امریکایان نشی کولی د دوی له خوښې پرته و وځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button