امریکایي چارواکو د افغانستان په اړه پټه ناسته کړې

 

عزم(شنبه، ۲۵ کب ۱۳۹۷): د حمدالله محب تر څرګندونو وروسته د امریکایي چارواکو غوصه راپاریدلې او د امریکا په ټانک کې یې پټه ناسته رابللې.

اسوشیټډ پریس خبري اژانس ویلي چې ټرمپ له خپلو پوځي او استخباراتي چارواکو سره د امریکا په ټانک کې د افغانستان په اړه پټ یو ساعته مجلس کړی.

ویل شوي چې پدې مجلس کي د جمهورریس مرستیال مایک پينس، د خارجه وزیر مایک پمپیو، د سیا مشره جینا هاسپل، د درستیزانو د کمیټې مشر جوزف ډانفورډ، د ملي امنیت مشاور جان بولټن، او نورو عالي رتبه مامورینو برخه اخیستې وه.

دغه مجلس په ټانک نومې هغه خونه کې ترسره شوی چې په پنټاګان کې دا ډول پټ مجلسونه پکې دائریږي.

د طالبانو سره په مذاکراتو کې د هغوی سره کرښه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي چي امریکایي مذاکراتي ټیم ورسره منلې او په راتلونکو څو اونیو کې به د ۷۰۰ امریکایي ځواکونو ویستل پیلوي چې ویل کیږي دغه مجلس هم په همدې رابلل شوی چې څنګه دغه ځواکونه راوویستل شي.

د ویلو ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په امریکا کې ویلي وو چې خلیلزاد د افغانستان حکومت څنډې ته کړی، طالبانو سره سوله وژل شویو امریکایانو ته سپکاوی دی او خلیلزاد غواړي ځان د افغانستان وایسرای کړي چې نوموړی د یادو څرګندونو له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت احضار کړی هم وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: