د امریکا سفارت: افغان سیاستوال باید سرو کرښو ته پام وکړي

 

عزم(دوشنبه، ۲۷ کب ۱۳۹۷): کابل کې د امریکا سفارت پر افغان سیاستوالو غږ کړی چې په خپلو خبرو کې باید د امریکا سرو کرښو ته پام وکړي.

د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سیاستوال دې پر زلمي خلیلزاد له نیوکو کولو څخه ډډه وکړي، هغه د دوی رسمي ډیپلوماټ دی پر هغه نیوکه د امریکا په تګلاره او حکومت نیوکه ده.

خبرپاڼه کې د حمدالله محب خبرو او د امریکا د بهرنیو چارو له لوري د هغه احضاریدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې هغه ته یې ښکاره کړې چې امریکا د خبرو له لارې د افغان جګړې ختمیدل غواړي.

د امریکا سفارت ویلي: مونږ هڅه کوو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړو خو افغان سیاستوال باید سرو کرښو ته پام وکړي.

اد ویلو ده چې د حمدالله محب وروستی څرګندونې د امریکایانو ترڅنګ یو شمیر افغان سیاستوالو هم وغندلې او هغه یې احساساتي وبللې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button