کونړ کې د ملي امنیت مدیر وژل شوی

عزم(دوشنبه، ۲۷ کب ۱۳۹۷): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د کونړ په مرکز اسعداباد کې نامعلومه وسله‌والو د ملي امنیت یو مدیر په ډزو سره وژلی دی او له سیمې یې پښې سپکې کړي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، وژل شوی تن شفیع الله نومېده او په ملي امنیت کې مدیر و، چې له کوره دفتر ته په لاره ووژل شو.

تراوسه د دې پېښې پړه چا نه ده منلې.

د ملي امنیت د یاد مدیر د وژنې وروسته په کونړ کې سلګونه کسانو د دولت پر ضد لاریون پیل کړی او امنیتي چارواکي په بې‌غورۍ تورنوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button