نیوزیلنډ: د پارلمان لومړی غونډه د قران کریم په تلاوت پیل شوه

 

عزم(سه شنبه، ۲۸ کب ۱۳۹۷): د نیوزیلنډ هیواد کې په دوه جوماتونو له برید وروسته لومړی غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل شوه او لومړی وزیرې یې وینا په اسلامي طریقه پیل کړه.

د نیوزیلنډ لومړی وزیرې جیسنډا ارډن د وینا پیل په السلام علیکم سره وکړ او وروسته یې د زیانمنو شویو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړه.

هغې و ویل د قربانیانو کورنۍ چې چیرته هم د دوی جسدونه انتقالوي دوی به یې ټول مصارف به خپله غاړه اخلي.
نوموړې زیاته کړه چې مجرم ته به له قانون سره سمه سزا ورکول کیږي، دا یو ترهګریز برید دی او هغه به کله هم د دغه بریدګر نوم په خوله وانخلي.

دا پداسې حال کې دی چې له دغې پیښې وروسته د پولیسو یو مشر د اسلام منل ښکاره کړل چې کلونه یې د اسلام راوړلو خبر پټ ساتلی وو.
همدا راز ویل شوي چې تر اوسه له یادې پیښې وروسته په نیوزیلنډ کې ۳۵۰ تنو اسلام منلی دی.

نیوزیلنډ کې څو ورځې وړاندې په دوه جوماتونو هغه مهال برید وشو چې خلک د جمعې لمانځه د اداکولو لپاره راټول شوي وو چې یو تن وسلوال پرې برید وکړ او ۵۰ تنه یې و وژل ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: