د افغان سیاستوالو او طالبانو دویمه ناسته د وري میاشت کې جوړیږي

عزم(سه شنبه، ۲۸ کب ۱۳۹۷): ټاکل شوې ده چې د قطر په مرکز دوحه کې د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ دویمه ناسته د راروان کال د وري میاشتې په وروستیو کې جوړه شي.
د دې ترمخ داسې ویل کیدل چې دغه غونډه به د میلادي کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې پیلیږي خو د نامعلومه دلائلو له مخې دغه غونډه د اپریل میاشتې ته وځنډیدله چې اوس ویل کیږي د وري په وروستیو کې به ترسره شي.
تردې مخکې د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ لومړی غونډه په مسکو کې جوړه شوه چې ګډونوال یې یو له بله خوښ وو او ټولو په یوه خوله د بهرنیانو له وتلو سره موافقه وښودله.
که څه هم د مسکو غونډې په اړه د کابل ادارې رنګا رنګ تبلیغات وکړل او د یادې غونډې د پیکه کولو هڅې یې وکړې خو ډیری افغانانو ته هیله بښونکې وه او دا ډول غونډې یې د مخالفو جهتونو ترمنځ د نفرت د لریوالي او د هیواد د لپاره ګټورې بللې وې.
پژواک خبري اژانس د حامد کرزي د دفتر له لوري د یوې معتبره سرچینې په حواله ویلي چې راتلونکې غونډه به د وري په ۲۵ ترسره کیږي.
تیره ورځ ځینو رسنیو لیکلي وو چې د دوحې غونډې لپاره د افغان سیاستوالو ۸۰ کسیز پلاوی تیار شوی چې ممکن پدغه پلاوي کې د کابل ادارې خلک هم شتون ولري.