هغه عوامل چې د حافظې د کمزوتیا سبب ګرځي

ذهني کمزورتیا یوه عامه ناروغي ده چې د عمر په ډېریدو سره خلک پرې اخته کيږي.

د آمریکا د خوړو او درملو نړیوالې ادارې د وړاندیز له مخې ‎هر هغه څه چې په تفکر او یاداښت اغیز کوي کولی شي چې حافظه هم زیانمنه کړي. دبیلګې په ډول د ځينو درملو کارول لکه: د خوب درمل، د اندیښې ضد درمل، انتي هیستامینونه او داسې نور درمل چې په حافظه اغېز ولري.

د ویب پاڼې له مخې ځینې عام لاملونه چې د حافظې کمزورتیا رامنځته کوي دا دي:

د الکولي مشروباتو کارول چې د بي ۱ (b1) ویټامین د کمښت لامل کیږي او حافظه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

اندېښنه او روحي ضربې هم حافظه کمزورې کوي او په سر د ځينو ضربو خوړل هم د حافظې د کمزورتیا لامل کیږي.

په اېچ آی وي ویروس، سل، او نورو میکروبي ناروغیو اخته کسان هم د حافظې د کمزورتیا په ناروغي اخته کیږي.

د تایروئيد غدې لږ یا ډېر کار کول هم د حافظې په پیاوړتیا اغېز لرلی شي.

د خوب کمښت هم د انسان حافظه له کمزورتیا سره مخامخ کوي. ډاکترعبدالرازق مهربان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button