د لباس شرعي اصول(4 برخه)

مفتي محمد تقي عثماني صاحب

ژباړه: جبیر افغان

دا د شیطان دوکه ده

په یاد ولرئ! دا د شیطان دوکه او فریب دی په شریعت کې باطن سمول هم ضروري دی او ظاهر سمول هم اړین دی هغه که د لباس له لاري وي او که د اخلاقو او ادب په چوکاټ کې وي. که څه هم د دې تعلق د ظاهر سره دی خو اثر یې پر باطن باندې لویږي ځکه خو باید لباس ناڅه ونه ګڼل شي او نه هم باید صرف نظر وګرځول شي. څوک چې داسي کار کوي هغوی ته په حقیقت کې د دین فهم حاصل نه دی. که خبره همداسي وای نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د لباس اړوند کوم هدایت او لارښونه نه فرمایلای، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د لباس اړوند ډیر هدایات او لارښوني فرمایلي دي. د هغه علیه السلام تعلیمونه هلته راځي چیرته چې د انسان د ګمراه کېدلو او په غلطي کې د لوېدلو خطره وي ځکه هغه اصول د تعلیماتو پر مهال په پوره توجه سره اورېدل ضروري وي.

شریعت کوم لباس ځانګړی کړی نه دی

شریعت د لباس په اړه ډېر معتدل تعلیمات کړي دي، شریعت د کوم خاص لباس په ځانګړي کولو سره دا نه دي ویلي چې د هر سړي لپاره دغه لباس اغوستل ضروري دي او څوک چې له دغه لباس خلاف شکل او هیئت اختیاروي هغه د مسلمانۍ خلاف دی. دا یې ځکه ونه فرمایل چې اسلام یو فطري دین دی نو د بېلابیلو هیوادونو په اعتبار د بېلابیلو موسمونو او د هغوی د ضروریاتو په اعتبار بدلیږي. چیرته نازکي او چیرته پنډي جامې غوره کېدلای شي مګر اسلام د لباس په اړه ځیني بنسټیز اصول لري چې باید په هرحال کې عملي او وفهمول شي.

د لباس څلور بنسټیز اصول

الله تعالی فرمایي:
یابني آدم قد انزلنا علیکم لباسا یواري سوئاتکم وریشا ولباس التقوی ذالک خیر ذالک من آیات الله لعلهم یذکرون

کوم آیت چې ما ستاسي پر وړاندې تلاوت کړ په هغه کې الله تعالی د لباس څلور بنسټیز اصول بیان کړي دي، فرمایي چې:
ای بني آدمه! مونږ ستاسي لپاره داسي لباس رانازل کړ چې ستاسي پټ او د شرم شیان پټوي او ستاسي لپاره د ښکلا سبب ګرځي او د تقوی لباس ستاسي لپاره تر ټولو غوره دی.
دغه درې جملې یې وفرمایلې او دا له بې شمېره معناګانو ډکي دي.

نوربیا….. ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button