سپینه مانۍ: ټرمپ د افغانستان لپاره اضطراري پلانونه لري

 

واحد فقیري

ډیموکراتیک اکسینټ د مارچ پر ۲۱ لیکي: ټرمپ وايي چي د افغانستان د جنګ د ختمولو په برخه کي به «بد معامله» قبوله نه کړي. سپینه ماڼۍ وايي که چیري د سولي خبري ناکامه سي، ټرمپ د افغانستان لپاره نظامي «اضطراري» پلانونه لري. خلیلزاد همدااوس په خارجه وزارت کي د روسیې، چین، اروپايي اتحاد له خاصو استازو سره په خبرو او مشورو لګیا دی.

د سپینه ماڼۍ عالي رتبه مامور وايي،«موږ په افغانستان کي د سولي هلو ځلو ته لومړیتوب ورکوو. جمهورریس ویلي دي چي د سولي د خبرو لپاره زیات امیدونه لري. خو هغه به بده معامله قبوله نه کړي.» سپینه ماڼۍ وايي امریکا د سولي د خبرو کامیابي غواړي.

سپینه ماڼۍ وايي امریکا لا اوس هم له افغانستانه د ترورستي خطر تهدید احساسوي، او امریکا به هغه اړین ګامونه واخلي چي د ملي امنیت او ملي ګټو د ساتلو لپاره ضروري وي. امریکا د نظامي آپشن لاره خلاصه پرې اېښې ده. د سپیني ماڼۍ همدا مامور وايي امریکا ډېر آپشنونه لري. هغه زیاتوي که څه هم ټرمپ تر اوسه پوري له افغانستانه د قواوو د راایستلو فیصله نه ده کړې، خو ټرمپ غواړي چي خپل عسکر راوباسي.

«ټرمپ پوهېږي چي امریکا په افغانستان کي د تروریزم د شنډولو په برخه کي حیاتي ګټي لري، او ټرمپ واقعا غواړي چي امریکا امنه وساتي. نو لهذا، موږ به هغه څه وکړو چي زموږ همدا حیاتي ملي ګټي خوندي کوي. او امریکا امنه وي.» هغه وايي چي طالبان مجبوره دي چي د سولي په خاطر د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني. بلخوا،‌امریکا به په افغانستان کي د بشر حقوق او د ښځو حقوق قرباني نه کړي. سپینه ماڼۍ وايي خلیلزاد یوې روغي جوړي ته نژدې سوی دی.

سپینه ماڼۍ وايي د خلیلزاد پر خلاف د حمد الله محب تورونه په کلکه ردوي، او د ټرمپ حکومت پر خپلو مامورنیو باندي شخصي حملې نه سي زغملای. خو دا مسایل به زموږ متقابلي اړیکي را متاثیره نه کړي. «موږ ته د افغانستان سره اړیکي ارزښتناکه دي. موږ د افغان د پوځونو سره اوږه په اوږه جنګېږو. موږ غواړوي چي په ګډه افغانستان باثباته کړو، او تروریزم مات کړو.»

د سپیني ماڼۍ همدا مامور وايي موږ پوهېږو چي د حمد الله محب الزامونه د افغان حکومت ناامیدي او اضطراب راڅرګندوي. موږ پوهېږو چي کله موږ د طالبانو سره خبري کوو، د افغان حکومت هلته په اطاق کي نه وي. «نو لهذا، دا ضروري ده چي موږ طالبان پدې قانع کړو چي د افغان حکومت او نورو افغانانو سره خبرو ته کښېني، او په سیاسي پروسه کي برخه واخلي.» د سپیني ماڼۍ همدا مامور وايي چي طالبان باید د افغانانو سره خبرو ته کښېني، ځکه په بل صورت کي سیاسي مصالحه ناممکنه کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button