د امریکا نوماند ولسمشر: څومره زر چې له افغانستان وځو بهتره ده

 

عزم(شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸): د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ولسمشر جوهن هیکنلوپر له سي بي ایس تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې څومره زر له افغانستان وځو هومره غوره ده.

هغه له افغانستان څخه زر وتل د امریکا لپاره غوره بللې او زیاته کړې یې ده چې امزیکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په راویستلو کې بیړه وکړي.

هغه داسې مهال یادې څرګندونې کړي چې څو ورځې وړاندې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې یو بل مخکښ نوماند برني سندرز هم ویلي وو چې امریکا باید له افغانستان څخه خپل عسکر راوباسي.

سندرز په امریکایي ولس هم غږ.کړی وو چې پحکومت دې فشار راوړي تر څو د خپلو ځواکونو راویستلو ته یې اماده کړي.

د امریکا راتلونکو ټاکنو ته هر نوماند هڅه کوي چې له افغانستان څخه د ځواکونو راویستل خپل انتخاب وښیي، ځکه دوی پوهیږي چې امریکایي ولس د افغانستان له جګړې سره مخالف دي او پدې توګه کولی شي ډیرې رایې ترلاسه کړي.

ټرمپ هم په تیرو ټاکنو کې په خپلو کمپاینونو کې همدا شعار بدرګه کولو چې د امریکایي ولس فکر یې ځانته راواړولو.

بلخوا بیا د کابل ادارې چارواکي هڅه کوي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو مخه ونیسي او هغوی قانع کړي چې باید دلته پاته شي خو امریکایان یې د نظر اوریدلو ته هیڅ وخت نه ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button