سل زاهدان او سالار یې محمد صلی الله علیه وسلم(19 برخه)

جبیر افغان

بې بیلګي عاجزي

د حضرت داؤد علیه السلام د ستروالي او عظمت تر څنګ د هغه په زړه کې د کبر او لویي ذره هم نه وه، نبوت او حکومت یوازي د نوموړي په ورع، زهد، تقوا او عاجزۍ کې اضافه وکړه.

حضرت داؤد علیه السلام به د خپل لاس ګټل شوې روزي خوړل. نس مبارک ته یې د هغه حکومت او سلطنت یوه ګوله هم نه ده شوه شوې کوم چې د غرونو په څیر الله تعالی ورکړی ؤ. نوموړي به په خپل لاس زغري او د خورما له پاڼو څخه ټوکرۍ جوړولې، پلورلې او د هغه له لاري ګټل شوې روزي به یې خوړل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د حضرت داؤد علیه السلام ستاینه کول او فرمایل به یې:
“تر ټولو پاک رزق هغه دی چې په خپل لاس وګټل شي، د الله تعالی نبي حضرت داؤد علیه السلام به د خپل لاس ګټل شوې روزي خوړل”.

نوموړي به له خپل کور څخه هره ورځ مسکینانو ته د سپینو غنمو منونه ورکول خو خپله به یې د اوربشو ډوډۍ خوړل.

وفات

حضرت داؤد علیه السلام زیات غیرت مند انسان ؤ، کله چې به دباندې تی نو دروازې به یې بندي کړې او تلو به. یوه ورځ دباندې ولاړی او مېرمني یې دروازې وتړلې، کله چې راوګرځېدل نو د سرای په انګړ کې یې یو سړی ولید، خادمانو ته یې غږ وکړ چې د ټولو دروازو د تړل کېدلو تر څنګ دا سړی څنګه دننه راغلی؟ په دې حال کې حضرت داؤد علیه السلام هم بیرته راستون شو او هغه سړی هماغسي ولاړ ؤ. داؤد علیه السلام پوښتنه ترې وکړه چې ته څوک یې؟ هغه ځواب ورکړ چې هغه شخص یم څوک چې نه له پاچاهانو څخه ویریږي او نه یې هم څوکیداران مخه نیولی شي. حضرت داؤد علیه السلام چې دا واورېدل نو ویې فرمایل چې والله! داسي ښکاري لکه ته چې ملک الموت یې. د الله حکم ته ښه راغلاست وایم. بیا هغه سړی تر یو وخت پوري همدلته ایسار ؤ تر داسي چې د حضرت داؤد علیه السلام روح یې قبض کړ. کله یې چې نوموړي ته غسل ورکړ او د تکفین له کارونو څخه یې خلګ فارغ شول نو لمر راوخوت. حضرت سلیمان علیه السلام یوې مرغۍ ته حکم وکړ چې سایه پرې وکړي، هغې سایه پرې جوړه کړه تر داسي چې ځمکي پر هغه سایه وکړه(یعني دفن کړای شو) نو مرغۍ ته یې حکم وکړ چې خپل وزري ټول کړي.(مسند احمد:۴۱۹/۲)

نور بیا……… ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: