فلوریډا: دوه زده کونکو ځان وژنه کړې

د امریکا په فلوریډا ایالت کې دوو زده کونکو چې یو هلک او یوه نجلۍ وه، ځانونه وژلي دي.
راپورونو تر دم ګړیه د یادو دوو کسانو د ځان وژنو د لامل په اړه کوم څه نه دي وړاندې کړي خو د ځینو په وینا لامل یې خپل منځي اړیکي کېدای شي.
رسنۍ وایي چې دواړه کسان د هغه ښونځي زده کونکي ؤ، چیرته چې تیر کال په ډزو کې ۱۵ زده کونکي ووژل شول.
د یادوني وړ ده چې په یورپي هیوادونو کې له څو کلونو راهیسي د زده کونکو وژني او د ډزو له امله یې د ژوند د اخیستل کېدلو پیښي زیاتي شوي دي.