امریکا د محب د ځای ناستي په توګه درۍ انتخابونه وړاندې کړي

 

عزم (سه شنبه ۱۳۹۸ وری ۶)

په ارګ کې دننه سرچینو رسنیو ته په ډاګه کړې چې امریکایي چارواکي د ارګ له مشرانو سره په ګډه کار کوي تر څو د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب ځای ناستی وټاکي.
د ایران انټرنشنل خبري شبکې په ارګ کې دننه د باوري کسانو له قوله خبر ورکړی چې،  امریکا په هیڅ صورت نه غواړي محب پر خپله دنده پاتې شي او په همدې موخه یې ، د جمهوري ریاست ته درۍ نومونه وړاندې کړي دي.
سرچینه زیاتوي،  په یادو دریو نومونو کې یو هم د سولې شورا د دارالانشاء د مشر عمر داودزي نوم دی چې دا مهال ورته د لویې جرګې د تدوین په ګډون ګڼ نور مسؤلیتونه هم ورسپارل شوي دي.
په وړاندې شویو نومونو کې یو داسې نوم هم دی چې د ولسمشر د سیاستونو سرسخت مخالف بلل کیږي او اوسمهال د جمهوري ریاست لپاره نوماند هم دی.
انټرنشنل وایي، دغه نوم د ملي امنیت د پخواني رئیس “رحمت الله نبیل“ دی چې ولسمشر غني څوکاله وړاندې د پاکستان پر ضد د توندو دریځونو له امله له دندې ګوښه کړی و.
د سرچینې په وینا،  دریم انتخاب هم په لندن کې اوسنی افغان سفیر سیدطیب جواد دی.

د انټرنشنل د راپور له مخې،  محب څه موده وړاندې په ترکیه کې د افغانستان د سفیر په توګه غوره شوی و، چې د انقرې له سخت غبرګون سره مخ او ارګ یې هلته ټاکنه وځنډوله.

امریکا د کابل حکومت پر مشرانو ژغ کړی؛ که یې د سولې د مذاکراتو ټیم ژر جوړ نه کړ او یا یې هم یو باصلاحیته د ملي امنیت نوی سلاکار معرفي نه کړ، دوی به د کابل له حکومت پرته له طالبانو سره خبرې مخته یوسي چې په دې برخه کې به دا حکومت هیڅ رول ونه لري.
امریکا وروسته تر هغه له حمدالله محب سره خپلې اړیکې پرې کړې،  کله یې چې د سولې د مذاکراتو په هکله مخامخ پر امریکایي استازي زلمي خلیلزاد لفظي برید وکړ او زیاته یې کړه، خلیلزاد غواړي،  ځان د افغانستان وایسرای جوړ کړي،  چې په غبرګون کې یې نوموړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا احضار
او له امریکا څخه د وتلو امر ورته وشو.
نوموړی سربیره پر دې چې میرمن یې امریکایي ده،  نور نه شي کولی امریکا ته سفر وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button