د قطر بین الافغاني غونډې په تړاو د سولې شورا دوه درزه شوه

عزم(سه شنبه، ۶ وری ۱۳۹۸): د قطر بین الافغاني غونډې ته طمع کیده چې د کابل اداره به هم د سیاسي ګوندونو ترڅنګ دعوت شي خو اوس داسې معلومیږي چې یادې غونډې ته د ګډون لپاره دعوت نده ورکړل شوی.
د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وایي چې د قطر په بین الافغاني ناسته کې تر اوسه دوی ته بلنه نده ورکړل شوې، طالبان په دغه غونډه کې یواځې د سیاسي ګوندونو له مشرانو او غړو سره ویني.
هغې زیاته کړه چې دغه غونډه کې تر اوسه پورې د سولې عالي شورا هیڅ غړي ته هم بلنه نده ورکړل شوې، خو د سولې په اړه د ولسمشر سلاکار عمر داودزي بیا ویلي وو چې د قطر غونډې ته بلنه ورته راغلې خو تر اوسه یې د ګډون پریکړه نده کړې تر غور کولو وروسته به پریکړه کوي.
دا پداسې حال کې دی چې د بین الافغاني غونډې لومړي ځل چې مسکو کې ترسره شوه د سولې شورا ځینو غړو د حکومت په نمایندګي نه بلکې د عامو افغانانو په څیر ګډون پکې کړی وو.