د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت مرستیال احضار کړی

عزم(چهار‌شنبه، ۰۷ وری ۱۳۹۸): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت مرستیال احضار کړی او هم یې له اسلام اباده خپل سفیر راغوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه اقدام یې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو له امله کړی دی.

«د بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو نامسئولانه څرګندونو په تړاو چې د سولې د خبرو اترو د بهیر او د مؤقت حکومت د جوړولو په اړه ېې بیان کړي دي، دغه خبرې د پاکستان د لاسوهونکې پالیسۍ او د افغانستان حاکمیت او د خلکو ملي ارادې  ته د نه درناوۍ یوه څرګنده بیلګه وبلله. د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر هم، د نوربحث لپاره کابل ته راغوښتی دی.»

عمران خان د تېرې دوشنبې په ورځ ویلي وو، په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې جوړول د افغانستان د ټولو ستونزو د هواري یوازېنۍ لاره ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د عمران خان دغه ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه یاد کړې.

«دا ډول څرګندونې څوم ځل دی چې د پاکستان د صدراعظم له‌خوا تکرارېږي. دا ډېره څرګنده مداخله ده او د پاکستان د لاس‌وهنې د پالېسۍ یوه ښکاره بېلګه ده.»

د احمدي په وینا، کابل ته په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر له ستنېدو او له نوموړي سره تر مشورې وروسته به له رسنیو سره جزئیات شریک شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button