زابل: د سیورې ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی

 

عزم(پنجشنبه، ۸ وری ۱۳۹۸): طالبانو ادعا کړې چې تیره شپه یې د زابل سیورې ولسوالۍ د یوه برید په ترڅ کې له مقاومت وروسته نیولې.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي «دزابل ولايت د سيوري ولسوالۍ مرکزي وداني تيره شپه ۳بجې دپراخ وسلوال بريدپه ترڅ کې فتحه شوه نور جزئیات وروسته.»

دا پداسې حال کې دی چې تر دې مخکې هم د زابل څو ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.

د ویلو ده چې د سیورې ولسوالۍ داسې مهال سقوط کوي چې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد پرون و ویل چې طالبان به په زور د سولې خبرو ته اړ باسو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: