کابل کې د دولتي مامورینو د پنجشنبې د ورځې رخصت پای ته ورسېد

عزم(پنجشنبه، ۰۸ وری ۱۳۹۸): په پلازمېنه کابل کې له ۹ کلونو وروسته د دولتي مامورینو د پنجشنبې د ورځې رخصتي پای ته ورسېده او نن خپلو ادارو ته ولاړل.

څه باندې نهه کاله مخکې د حامد کرزي په وخت کې په کابل کې د بېروبار د کمولو او د هوا د ککړتیا د مخنیوي په پار د پنجشنبې ورځې رخصتي اعلان شوه، خو د تېر کال د کب په ۱۴ مه د وزیرانو په شورا کې دغه رخصتي ختمه شوه.

په ۱۳۸۹ل کال کې یوازې په کابل کې پنجشنبه هم دولتي مامورینو ته د رخصت ورځ وه، خو په نورو ولایتونو کې یوازې د جمعې ورځې رخصتي وه.

د وزیرانو شورا په نوې پرېکړه کې د کار وختونو کې هم تغیر راغلی، چې ځینې ادارې به خپل کارونه وختي پیلوي او ځینې به تر ناوخته کارکوي.

په افغانستان کې د بېلابېلو ورځو له امله د کال نیمايي ورځې رخصتي وي او دولتي مامورین ډېر کم خپل کاري ځایونو ته ځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: