لور دي یهودي ته ورکړه!

جبیر افغان

په کوفه کې یو ګمراه سړی ؤ چې د خلګو په منځ کې یې ډیر عزت درلود او د نوموړي خبری ته به یې غوږ ایښود. سړي به خلګو ته ویل چې حضرت عثمان بن عفان رضي الله تعالی عنه په اصل کې یهودي ؤ او له اسلام وروسته هم پر خپل یهودیت پاتي شو.

امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله چې کله د نوموړي په ناوړه وینا او عقیده خبر شو نو هلته ورغلی او ورته ویې ویل چې: “زه زما د یو ملګري لپاره ستا د لور په نکاح کولو لپاره راغلی یم.”

سړي ورته وویل:” پخیر راشې، ستا په څیر سړي وینا هیڅکله نه ردیږي ای ابو حنیفه! خو که راته ووایې چې هغه سړی کوم یو دی؟ ”

امام ابوحنیفه رحمه الله ورته وفرمایل:” هغه په خپل قوم کې په شرافت، غني والي، سخاوت او د الله په لاره کې په بې ساري لګښت کولو سره مشهور دی، د قرآن کریم حافظ او په یوه شپه کې یې په نوافلو کې ختم کونکی دی او د الله تعالی له ویري څخه زیات ژړا کونکی شخصیت دی”
(امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله دلته په حقیقت کې د حضرت عثمان غني رضي الله تعالی عنه د صفاتو لوري ته اشاره کوي ځکه چې هغه د همداسي صفتونو څښتن ؤ.)

سړي وویل: بیخي ښه بیخي ښه! ابو حنیفه! څومره صفتونه چې دي یې بیان کړل بس همدا پکي کافي دي(د نورو د ذکر کولو بیخي ضرورت هم نشته) کوم صفتونه چې تا بیان کړل له دې څخه ځیني اوصاف لا د دې وړ دي چې د پاچا د لور سره یې پرې کفو برابره شي او په نکاح یې کړي.

امام ابوحنیفه رحمه الله ورته وفرمایل: خو یوه خبره ده هغه داچې په نوموړي کې یو بل خصلت هم شته اړینه ده چې ته ترې خبر شې. سړي ورته وویل چې هغه کوم صفت دی؟
امام ابوحنیفه رحمه الله ورته وفرمایل چې هغه سړی یهودي دی.

سړي چې دا واورېدل نو سخت وخوټېد او ویې ویل چې یهودي؟ آیا ته غواړې چې زما لور یو یهودي ته په نکاح ورکړې ای ابوحنیفه! په الله قسم که یې یهودي ته ورکړم چې د اولینو او آخرینو خلګو صفتونه پکي جمع وي.

وروسته نو امام ابوحنیفه رحمه الله ورته وفرمایل: ته له دې خبري څخه انکار کوې چې خپله لور یو یهودي ته په نکاح ورکړې او په کلکه انکار ترې کوې نو دا دعوه بیا څنګه کوې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دي خپلي دوې لوڼي یهودي ته په نکاح ورکړي وي؟!

دا چې یې واورېدل نو د سړي ماغزه ځای ته راغلل او ویې ویل:زه له الله تعالی څخه د مغفرت طلب کوم او پر هغه دروغجنه دعوه پښېمان یم کومه چې ما کول.

مصادر : شذرات الذهب – صور من حياة التابعين

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button