بلخ: شولګره کې له لسو زیاتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(سه شنبه، ۱۳ وری ۱۳۹۸): د بلخ شولګره ولسوالۍ کې تیره شپه په یوه امنیتي پوسته طالبانو برید کړی چې له لسو زیاتو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل پیښه مني او وایي چې د شولګرې ولسوالۍ اړوند شیر علي سیمه کې طالبانو په امنیتي پوسته برید کړی چې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

عادل زیاته کړې چې په دغه پیښه کې ۸ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
هغه طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم وکړه خو شمیره یې نده یاده کړې.

طالبانو د تیرې شپې د برید مسئولیت منلی او زیاته کړې یې ده چې ۲۳ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
طالب ویاند ویلي چې د شولګرې ولسوالۍ اړوند د شیخانو سیمه کې یې د قومندان عصمت او مرستیال یې قومندان دلاور په شمول ۶ تنه عسکر وژلي او ۶ نور ټپیان کړي دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې پوستې جګړې ته په راتلونکو مرستندویه عسکرو هم د کمین برید ترسره شوی چې په ترڅ کې یې یو ټانګ ویجاړ شوی او ۵ تنه عسکر وژل شوي ۶ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو په دغو جګړو کې د خپلو دوه تنو ملګرو د مرګ ژوبلې ویلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button