مجاهد: د قطر غونډې د ګډونوالو نشر شوی لست د اعتبار وړ ندی

 

عزم(سه شنبه، ۱۳ وری ۱۳۹۸): تیره ورځ د قطر مرکز دوحه کې د دوهمې بین الافغاني غونډې د ګډونوالو یو لست خپور شو چې طالبان یې ناسم بولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پدې اړه یو وضاحت لیک خپور کړی او یاد لست یې جعلي بللی چې ګواکې په دغه لست کې د طالب مشرانو د ګډونوالو نومونه زیات ښودل شوي او ځینې پکې ندي راخیستل شوي.

«تیره ورځ د یاد کانفرانس د ګډونوالو په عنوان یو لست خپور شو چې د اسلامي امارت له طرفه یې د ګډونوالو شمیر له حقیقت نه زیات ښودلی و. حقیقت دادی چې په دې کانفرانس کې به د اسلامي امارت له لوري یوازې د مذاکراتي ټیم غړي او څوتنه نور محدود مشران شرکت کوي، له دې ماسوا چې نور کوم نومونه نشر شوې هغه حقیقت نه لري. همدارنګه نشر شوی لست نهایې هم نه دی، ځیني نور هم داسې نومونه شته چې په نهایي لست کې وجود نلري او ځیني داسې شخصیتونه هم شته چې په نشر شوي لست کې یې نومونه نشته، خو په نهایي لست کې شته.
نو لهذا دغه نشر شوی لست د اعتبار وړ نه دی.»

دغه لیست چې تیره ورځ په رسنیو کې په پښتو او انګریزي خپور شو ټول دوه سوه نومونه پکې راخستل شوي وو چې د هیواد سربیره د ځینو بهرنیو هیوادونو څخه د افغان ګډونوالو نومونه هم پکې راغلي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button