ګډوځواکونو پکتیکا او اروزګان کې ۲۰ تنه ملکي افغانان شهیدان کړي

 

عزم (چهار شنبه۱۳۹۸ وری ۱۴)

راپورونه وایي چې افغان – امریکایي ځواکونو د تیرې ورځې په تعقیب نن هم د پکتیکا په نکې ولسوالۍ او د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې شل تنه ولسي هیوادوال شهیدان کړي دي.
د خبرونو تر مخه ، تیره شپه د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالۍ په “عاشقي کلي“ کې ګډوځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او ۱۲ تنه ولسي کسان یې لومړی له کورونو را ایستلي او بیا یې په خورا قساوت سره پر سرونو ویشتلي او شهیدان کړي یې دي.

سیمیزې سرچینې وایي،  افغان عسکرو د خپلو امریکایي ملګرو په ملتیا په سیمه کې  ۴ کورونه په بشپړ ډول نړولي او خلکو ته یې دروند مالي زیان ور ړولی دی .

بلخوا راپورونه وایي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکو تیره ورځ د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اړوند په “ سرخوبیت“ سیمه کې د ملکي خلکو د سپرلۍ پر لنډکروزر موټر چې اروزګان ولایت ته په لار و،  بمبار کړی، موټر بشپړ ویجاړ شوی، سپاره ۸ تنه ملکیان په کې ځای پرځای  شهیدان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پرون ورځ هم په فاریاب، پکتیکا، پکتیا، غزني، اروزګان او هلمند ولایتونو کې امریکايي او داخلي عسکرو ۳۵ تنه هیوادوال شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړي وو.

دا پیښې داسې مهال ترسره کیږي چې تیره ورځ د کابل حکومت مشر اشرف غني د خالد تر نامه لاندې د عملیاتو د پیل اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې هدف یې د طالبانو ځپل او د هیواد د ځینو سیمو بیرته نیول دي.

د شنونکو په باور،  هر کله چې حکومت د طالبانو د ځپل کیدو یا یې پر وړاندې د عملیاتو د پیل خبر ورکوي، په لوی لاس ولسي افغانان خپل مقابل لوری ګرځوي او بې رحمانه بریدونه پرې ترسره کوي؛ خو د دې ټولو جنایاتو سربیره د بشر حقونو په نامه کمیسیونونه او بشرپاله ادارې تر ډیره په دغه ډول مواردو کې چوپتیا غوره کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button