خلیلزاد: د سولې مخالفت کوونکو اولادونه جګړه کې ندي وژل شوي

 

عزم(پنجشنبه، ۱۵ وری ۱۳۹۸): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یره ورځ په ارګ کې له افغان سیاستوالو سره د خبرو پر مهال و ویل چې هغه څوک د سولې مخالفت کوي چې اولادونه یې په جګړه کې ندي وژل شوي.

تیره ورځ په ارګ کې د افغان سیاستوالو او امریکایي استازي ترمنځ ناسته وه چې د سولې په اړه یې خپل نظرونه او تشویشونه شریکول.

د یادې ناستې پر مهال یو شمیر سیاستوالو او ارګ مشر د سولې له روان بهیر سره مخالفت وښود چې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له غبرګون سره مخ شول.

خلیلزاد افغان سیاسیونو ته په خطاب کې و ویل دلته د هغو کسانو نماینده نشته چې اولادونه یې په جګړه کې وژل شوي دي.
هغه وړاندې و ویل چې امریکا به دغه جګړه حتما ختموي او د سولې پروسه به نتیجې ته رسوي.

خلیلزاد داسې مهال د سولې روانې پروسې د دوام او نتیجې ته رسولو خبرې کوي چې ارګ مشر وارخطا معلومیږي او د سولې روان بهیر د مخنیوي هڅې کوي.

ارګ مشر اشرف غني چې د واک په لومړیو کې یې له عبدالله عبدالله سره په اساسي قانون معامله وکړه او اجرائیه ریاست یې رامنځته کړ خو اوس وایي چې له طالبانو سره په خبرو کې اساسي قانون ورته سره کرښه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: