ولسمشر غني د سولې مشورتي جرګې د کمیسیون غړي ټاکلي

 

عزم(پنجشنبه، ۱۵ وری ۱۳۹۸): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داودزي د دفتر له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د ۱۳۵ حکم سره سم د سولې مشورتي لویې جرګې د کمیسیون غړي ټاکلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد کمیسیون غړي ۱۹ کسه دي چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

فضل كريم فضل، عبدالوهاب عرفان، عباس نويان، عبدالحق شفق، محمد ايوب رفيقي، عبدالرشيد ايوبي، داوود كلكاني، صديق پتمن، خان جان الكوزى، جماهير انوري، فوزيه ارال، ملالى شينوارې، سيد علي كاظمي، امين الدين مظفري، نسرين اورياخيل، ضياالحق امرخيل، نيلوفر ابراهيمي، سرير احمد برمك او روح الله نيازى.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د یاد کمیسون لپاره د معاونینو په توګه ضیاألحق امرخیل، فوزیه ارال، د منشي په توګه نادیه صالح او ویاندویان یې سید علي کاظمي او عبدالرشید ایوبي ټاکل شوي دي.

د سولې مشورتي جرګې غړي داسې مهال ټاکل کیږي چې د قطر مرکز دوحه کې دوهمه بین الافغاني ناسته په روانه میاشت کې دائریدونکې ده چې ولسمشر غني او عمر داودزی یې د مشورتي جرګې لپاره زیانمنوونکې بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: