پاپ فرانسیس: امریکا او اروپا افغانستان، یمن او سوریه کې بېګناه انسانان وژني

 

عزم(یکشنبه، ۱۸ وری ۱۳۹۸): د کاتولیک مذهب مشر پاپ فرانسیس امریکا او اروپا د ماشومانو په وژنه کې ښکیل وبلل او زیاته یې کړه چې امریکا او اروپا د ماشومانو د وژلو لپاره دغو هیوادونو کې سلاوې پلوري.

هغه دغه څرګندونې تیره ورځ د سان کارلو په نوم یوې موسسې له استادانو سره کړي دي او هغوی نه یې پوښتلي زه پوهیږم تاسو په ټوله نړۍ کې سوله خوښوونکي یاست خو بیا هم ولې په نړۍ کې جنګ جګړې شته دي.

یمن، افغانستان او سوریه کې بېګناه انسانان وژل کیږي که که هغوی وسلې نه درلودی څنګه به یې سره وژلي وو، همدا اروپا او امریکا دي چې د خپلو وسلو د پلورلو لپاره یې دغو هیوادونو کې جګړې جوړې کړي او خپلو وسلو ته بازار پیدا کوي.

نوموړي وو ویل: هغه هیوادونه چې د وسلو د پلورلو لپاره نورو هیوادونو کې جګړې غواړي باید خپل وجدان ته ملامت وي چې د هر ماشوم په وژلو کې او هرې کورنی په تخریب کې د هغه لاس دی.

پاپ فرانسیس وویل “موږ (لویدیځ) ناسم اقتصادي سیسټمونو سره توپیرونه جوړ کړي او د یو بل د وژلو لپاره وسلې چمتو کوو.”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button