کندز: طالبانو د قومندان په ګډون ۷ تنه عسکر ژوندي نیولي

 

عزم(یکشنبه، ۱۸ وری ۱۳۹۸): تیره شپه طالبانو د کندز امام صیب ولسوالۍ کې د امنیتي پولیسو په یوه پوسته برید کړی چې د قومندان په ګډون ۷ تنه پولیس یې ژوندي نیولي دي.

سیمئیز چارواکي د برید پخلی کوي او وایي چې له پولیسو سره یې رابطه پرې شوې ده خو نور جزئیات نه ورکوي.
بل خوا بیا ولایتي چارواکي پدې اړه تر اوسه هیڅ نه وایي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي «تیره شپه دکندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ چهل کپو سیمه کې مجاهدینو د دښمن په پوسته چاپه وهلې، پوسته فتحه شوې،دقومندان په شمول ۷پولیس ژوندي نیول شوي، یوبل وژل شوی.»

مجاهد همدا راز د یادې پوستې جګړې ته په ورتلونکو کومکي عسکرو د برید ادعا هم کړې چې پکې ۱ټانګ ویجاړ شوی او ۵ عسکر وژل شوي دي.
هغه زیاته کړې یو موترسایکل، ۱۳میله سپکه او درنه وسله اومهمات هم لاسته ورغلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button