آیا د الله تعالی داسي کلام هم شته چې خلګ یې تلاوت کوي؟

جبیر افغان

اصمعي وایي چې ماته یو بانډیچي چې تندرویه او سخت سړی معلومېدی توره یې بغل کې ځوړنده او لینده لاس کې، راغلی او ویې ویل:”له کومه راغلی یې؟”

ما ورته وویل: “له هغه ښار څخه چیري چې د رحمن کلام تلاوت کیږي.” بانډیچي په خورا حیرانتیا سره پوښتنه وکړه چې آیا د الله تعالی داسي کلام هم شته چې خلګ یې تلاوت کوي؟!

ما ورته کړه: هو!

بانډیچي وویل چې لږ غوندي راته تلاوت کړه. ما سورة الذاریات پیل کړ، کله چې دې ځای( وفي السماء رزقکم و ما توعدون) ته راورسېدم نو اعرابي وویل چې:
آیا دا د رحمن کلام دی؟
ما ورته وویل:هو! په هغه ذات مي دي قسم وي چا چې محمد صلی الله علیه وسلم پر حق نبي را استولی دی دا یې پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی.

بانډیچي چې دا واورېدل نو کړه یې چې بس کړه بس کړه! له هغه وروسته خپلي اوښي ته ور ولاړ شو په توره یې ذبح کړه ټوټه ټوټه یې کړه او ویې ویل چې د دې په تقسیمولو کې راسره مرسته وکړه. مونږ ټولي غوښي پر خلګو تقسیم کړې او له هغه وروسته بانډیچي خپله توره او لینده مات کړه په خاورو کې یې خښ کړل، د کلي پر لور روان شو او ویل یې:
و في السماء رزقکم و ما توعدون. همدغه آیت یې تکراراوه تر داسي چې له ما څخه غائب شو.
ما ځان ملامت کړ او ومي ویل چې ای اصمعي! دا دیرش کاله کیږي چې قرآن کریم تلاوت کوې او پر داسي او دې ته ورته آیتونو باندې تېریږې خو داسي څه ته متوجه نه شوې څه ته چې بانډیچي په لومړي ځل متوجه شو.

بیا زه په هغه کال د خلیفه هارون الرشید سره یو ځای حج ته ولاړم. ما پر بیت الله شریف طواف کاوه چې له شا مي یو خپ غوندې غږ واورېد او وایي: ای اصمعي ای اصمعي!

ما چې کله ور وکتل هماغه بانډیجي ؤ نو تر لاس یې ونیولم او د مقام ابراهیم شاته یې کښېنولم او ویې ویل چې د رحمن هغه کلام راته تلاوت کړه کوم چې ته لولې. ما بیا سورة الذاریات ورته پیل کړ او کله چې دې ځای ته راغلم(و في السماء رزقکم و ما توعدون) نو بانډیچي چیغي کړې چې مونږ د الله تعالی ژمنه ریښتینې وموندل مونږ د الله تعالی ژمنه ریشتینې وموندل.

بیا یې وویل چې ای اصمعي! له دې پرته هم د رحمن نور کلام شته؟

ما ورته وویل: هو ای بانډیچي! الله تعالی فرمایي: فورب السماء والارض انه لحق مثل ما انکم تنطقون.
بانډیچي بیا چیغي کړې او ویل یې: یا سبحان الله! چا هغه جلیل ذات په قهر کړ چې قسمونه اخلي؟ آیا خلګ د هغه خبره نه مني تر داسي چې قسم خوړلو ته یې مجبور کړ؟! همدا یې درې ځله وویل او روح یې پرواز وکړ.

المصادر:
ـ شعب الإيمان [378/3]
ـ تفسير القرطبي [42/17]
ـ أضواء البيان [6/8]

درسونه او عبرتونه:

۱…: بانډیچیان اکثر په زړه پاک او ژر منونکي وي خو د جهل ګرزونو لاندې کړي وي ځکه له اسلامي آدابو او اخلاقو څخع قدرې برکنار وي.

۲…: د بانډیچي یقین او ایمان د ښاریانو له ایمان څخه ډېر پوخ او کلک وي او ثابت قدم پرې پاتي کیږي.

۳…: له ډیرو ښاریانو څخه زیات سخاوت لري او د کرم څښتنان وي. د همدې بانډیچیانو اړوند الله تعالی فرمایي:

و من الاعراب من یؤمن بالله والیوم الآخر ویتخذ ما ینفق قربات عندالله وصلوات الرسول الا انها قربة لهم سیدخلهم الله في رحمته ان الله غفور رحیم(سورة التوبة)
ژباړه: او له همدې بانډیچیانو څخه ځیني خلګ داسي هم شته چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري او څه چې لګوي هغه الله ته د نژدې کېدو او له پیغمبر نه د رحمت د دعاګانو اخیستلو وسیله ګرځوي. هو! هغه هرومرو د هغوی لپاره د نژدې والي وسیله ده او به هرومرو هغوی په خپل رحمت کې داخل کړي په باوري ډول الله تېرېدونکی او بښونکی ذات دی.

۴…: قرآن کریم باید په پوره غور، فکر او تدبر سره ولوستل شي ځکه چې په هغه کې د نصیحت، هدایت او درس نیوني لپاره ډېر څه شته.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button