طالبان: بادغیس کې محاصره عسکر دې له جګړې لاس واخلي

عزم (یکشنبه ۱۳۹۸ وری ۱۸)

په داسې حال کې چې له تیرو څو ورځو را په دې خوا د باغیس ولایت په بالامرغاب او آبکمري ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی او سلګونه افغان ځواکونه  د طالبانو تر کلابندۍ لاندې شپې سباکوي، طالبانو تازه په یوه خپره شوې اعلامیه کې په بادغیس او د هیواد په نورو سیمو کې پر محاصره افغان عسکرو ژغ کړی چې له بې ځایه مقاومته لاس واخلي، خپل ژوند له خطره وژغوري؛   دوی به یې د سر او مال ساتنه وکړي.

اعلامیه کې راغلي،

“ اسلامي امارت چې اصلي مقابله یې له بهرنیو اشغالګرو سره ده. نه غواړي چې ستاسو د کورنیو غمونه نور هم زیات شي. “

طالبانو ویلي ،  جهاد یې د بهرني اشغال پر خلاف پيل کړی او روان دی نو په وینا یې چې هیوادوال باید د څو ډالرو معاش لپاره له ځانه د “ اشغالګرو“ سپر جوړ نه کړي او نه هم باید د امریکایي اهدافو لپاره خپل دنیوي ژوند او اخروي عاقبت په خطر کې واچوي

طالبانو په بالامرغاب او د هیواد په ټولو سیمو کې په محاصره عسکرو یو ځل بیا غږ کړی چې خپل ژوند له خطره وژغوري او زیاته کړې یې ده چې،

“تاسو پوهیږئ چې د کابل رژیم ته ستاسو ژوند او مرګ هیڅ ارزښت نه لري.نو ځکه په تاسو غږ کوي چې د بې هدفه، ناروا او بې ګټې جګړې په ځای له خپلو مجاهدینو وروڼو سره پیوستون اعلان کړئ. له جنګه لاس واخلئ د اسلامي امارت مجاهدین به تاسو ته د سر او مال امن درکړي. “

طالبان وایي،  په تیرو څو کلونو کې یې ثابته کړې چې که افغان عسکر له جنګ او مسلحانه مقابلې لاس واخلي او خپل ټوپک په ځمکه کیږدي،  د سر او مال د ساتنې تضمین ورکوي.

اعلامیه زیاتوي،

“تاسو ولیدل چې په تیرو څو اونیو کې په بادغیس ولایت کې لسګونه دولتي عسکر چې له جنګه یې لاس اخیستی و، مجاهدینو یې په ډیره مهربانۍ هرکلۍ وکړ. د هغوی دزخمونه معالجه یي وکړه، هغوی ته یې هیڅ تکلیف ونه رساوه او په پای کې یې د کرایې په ورکولو سره د خپلو کورونو او اولادونو په خوا رخصت کړل“

د یادونې وړ ده چې طالبانو له پیله ویلي چې د دوی مقابل لوری امریکا ده او افغان عسکر دې د هغوی دفاعي ځواک له ځانه نه جوړوي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button