طالبان: د قطر بین الافغاني ناسته کې د حکومت په استازیتوب څوک ګډون نه کوي

 

عزم (یکشنبه ۱۳۹۸ وری ۱۸)

طالبانو د دولتي چارواکو د نن ورځې د ادعاو په تړاو غبرګون ښوودلی اویوځل بیا یې پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی.
طالبانو ویلي، د قطر په راتلونکي بین الافغاني کانفرانس کي د کابل حکومت په نمایندګي څوک ګډون نه کوي او په وینا یې چې،

“که دماسکو دمخکیني کانفرانس په ډول دکابل ادارې کوم اړوند څوک دګډون کونکو په لست کی نیول شوی وي هغه به یوازي په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وایې“

دا په داسې حال کې ده چې څو ګړۍ وړاندې د سولې شورا د دار الانشاء رئیس عمر داودزي وویل ،چې ځینې سیاسي شخصیتونه یې د حکومت په نمایندګي ټاکلي او قطر ته یې لیږي، تر څو له طالبانو سره خبرې وکړي.
داودزي وویل چې یاده غونډه به مذاکراتي نه وي او یواځې تعارفي بڼه به ولري.

طالبانو هم ویلي چې دغه غونډه مذاکراتي نه ده او په خبره یې چې، “ یاده ناسته یو داسي کانفرانس دی چي ګډونوال به یوازي خپل نظریات او پالیسي پکي بیانوي او خپل دریځ به تر نورو رسوي یاد کانفرانس هیڅ کله د مذاکراتو کومه غونډه او مجلس نه دی“

طالبانو په یاد کنفرانس کې د ګډنوالو په تړاو ویلي چې که کوم ګډونوال دچا ناخوښه او یا هم مستحق نه وي هغه له خپل جهت څخه معرفي شوی، تر هغوی پورې اړه لري او د طالب مشرانو انتخاب نه دی.

د طالبانو اعلامیه زیاتوي، دغه کنفرانس به د روانې میلادي میاشتې په نیمایی کې دائر شي چې موخه یې په افغانستان کي دسولي دراتګ او دمختلفو لوریو د نظرونو اخیستل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: