د ناټو په مخ کې بل خنډ: آذربایجان پر ناټو اکمالاتي لار تړلې

عزم(دوشنبه ۱۳۹۸ وری ۱۹)

افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو “ناټو“ ته د اکمالاتو د رسیدلو یوه مهمه لار تړل شوې ده.
یو شمیر بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د آذربایجان هیواد چارواکو د ناټو اکمالاتي الوتکو ته اجازه نه ده ورکړې تر څو د دغه هیواد له قلمرو څخه الوتنې وکړي.

سرچینې وایي، پر دغه مسیر د ناټو مهم هیواد جرمني الوتکو تګ راتګ کاؤ او افغانستان کې میشتو ځواکونو ته یې د اکمالاتو د رسولو چارې مخته وړلې.

المان چې شاوخوا ۱۳۰۰ سرتیري یې په بلخ کې میشت دي ، وایي، لا هم خپلو نظامیانو ته اکمالات رسوي او هره اونۍ د مزارشریف ښار ته یو پرواز لري.
الماني چارواکو نه دي ویلي چې اوسمهال له کوم مسیر څخه افغانستان ته تګ راتګ کوي،  خو زیاته کړې یې ده چې هیواد یې د نورو مسیرونو د موندلو په هڅه کې ده.

تر اوسه مالومه نه ده چې آذربایجان هیواد ولې خپل هوایي قلمرو د ناټو د دغه مهم هیواد پر مخ تړلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button