د Ciaپخوانی چارواکی: افغانستان کې د امریکا ماموریت مخ پر ختمیدو دی

عزم (دوشنبه ۱۳۹۸ وری ۱۹)
د امریکا د مرکزي استخباراتو “cia“ پخوانی چارواکی «داګلاس وایز» په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان کې د امریکا اوږدمهالی ماموریت بالاخرة پای ته رسیدونکی دی.

نوموړي ویلي، امریکا باید کلونه وړاندې دا اقدام کړی وای، ځکه هغه څه چې امریکا غوښتل، تر لاسه کړي یې دي.

د «آلبوکورکي ژورنال» نشریې د یاد چارواکي له قوله لیکلي چې، نوموړی د سي آی اې د لومړنیو مامورینو څخه ؤ، چې د سپټمبر تر ۱۱ مې وروسته افغانستان ته ولاړ.

وایز ویلي، له ټرمپ سره جوړ نه دی، خو دا دریځ یې چې له افغانستان نه د خپلو ځواکونو وتل غواړي ستایي.
د یادونې وړ ده چې په امریکا کې په عمومي ډول د افغان جګړې په تړاو کرکه او نفرت زیات شوی او زیاته سلنه امریکایان غواړي چې خپل سرتیري یې له دغه هیواد نه ووځي؛ هغه غوښتنه چې د کابل حکومت یې تل ننګوي او د امریکایي پوځیانو پر پاتې کیدلو ټینګار کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: