د ذهني پیاوړتیا لپاره درې مهم عناصر

لیکوال: امي مورین
ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل

د ذهني پیاوړتیا لپاره (۳) درې عناصر مهم دي: احساس، باور او چلند. دا درې واړه ستاسو په خوشالۍ او نیکمرغۍ کې مهم رول لري.

۱. احساس

د ذهن له پلوه پیاوړي اوسیدل له تاسې څخه دا غواړي، چې باید له خپلو احساساتو څخه په پوره توګه باخبر واوسئ. کله چې تاسې په دې پوه شئ چې تاسې څه احساس کوئ، نو له هغو احساساتو هم ځان خبرولای شئ چې ستاسو پر پریکړو او تصامیمو اغیز کوي.

که چیرې په لویې معاملې بحث کوئ او یاهم که کومې غونډې ته پریزنټیشن وړاندې کوئ، ذهني پیاوړتیا له تاسې سره دا مرسته کوي، چې په دې پوه شئ چې تاسې څه احساس کوئ. یوځل چې په دې پوه شئ، چې کوم احساسات حاضر دي، نو تاسې په ډیرې اسانۍ سره کولای شئ چې ځان د ذهن په سم چوکاټ کې ځای پر ځای کړئ.

د بیلګې په توګه: غوره لوبغاړي په دې پوهیږي چې کوم احساساتي حالات له دوی سره دا مرسته کولای شي چې دوی ښه لوبه وکړي. ښايي چې یو لوبغاړی مخکې له یوې مهمې لوبې څخه راک موزیک ته غوږ ونیسي د دې له پاره چې خپل ځان آرام کړي او بل لوبغاړی ښایي چې د لسو دقیقو له پاره ژوره ساه واخلي د دې له پاره چې خپل تر فشار لاندې انرژي او ځواک ارامه کړي.

ستاسې احساسات په اوچته کچه کولای شي چې ستاسې پر شخصي او مسلکي پریکړو اغیزه وکړي. کله چې تاسې د یوه نوي فرصت په اړه هیجاني اوسئ، نو ښايي چې تاسې د هماغه فرصت سره مل خطر په نظر کې ونه نیسئ. کله چې تاسې د خپګان احساس کوئ، نو ښايي چې له اړتیا زیات ځان په کې ښکیل کړئ. قهر او غوسه تاسو دې ته مجبورلای شي، چې هغه څه وکړئ او یاهم ووایئ چې تاسې یې په نورمال حالت کې کول او یاهم ویل نه غواړئ.

د خپل احساساتو پیژندل (درک کول) له تاسې سره دا مرسته کوي، چې خپل احساسات په سمه توګه کنټرول کړئ او خپل ځان ته غوره انتخابونه وټاکئ. موخه دا ده، چې خپل احساسات په خپل کنټرول کې لرل دې ته لار هواروي چې احساسات نه شي کولای تاسې کنټرول کړي.

۲. باور او اعتماد

څیړونکو دا اټکل کړی چې هره ورځ تاسو له پنځوس زرو تر اویا زرو پورې افکار په ذهن کې لرئ. دا په دې مانا ده، چې تاسې هره ورځ ۷۰۰۰۰ د دې چانسونه لرئ چې ایا خپل ځان د بریالیتوب لوړو پوړیو ته رسوئ او یاهم په کوم ځای چې ولاړ یئ همالته پاتې کیږئ.

دا چې تاسې هر حالت (کار،شي) ته څه ډول فکر کوئ، ستاسې فکر دا څرګندوي چې تاسې یې څنګه هماغه څه ترسره کوئ. د ذهني پیاوړتیا جوړونه له تاسې سره به دا مرسته وکړي چې له ځان سره به په لوړه کچه مرکې ولرئ د دې له پاره چې کارونه مو په ښه توګه ترسره کړئ.

د ذهني پیاوړتیا جوړونه ذهن د فکر کولو له پاره په مختلفو لارو روږدی کوي. د دې پرځای چې له ناکامۍ څخه مخنیوی وکړئ، په بریا تمرکز وکړئ. په خپل ځان د ناباورۍ پرځای، د یو کار په ښه توګه ترسره کولو تمرکز وکړئ. د وخت په تیریدو سره به ستاسې ذهن په غیر ارادي ډول د هر حالت په مثبتو اړخونو غور وکړي او تاسې به په ډیرې آسانۍ سره دا ومومي، چې څنګه خپل کار په ښه توګه ترسره کړئ.

۳. چلند

د حالاتو په نظر کې نه نیولو سره، د ګټور اوسیدلو انتخاب د ذهني پیاوړتیا یوه برخه ده. دا هغه غوښتنه ده، چې آیا وروسته له ستړي کیدو خپل تګ ته دوام ورکوئ او یاهم که له ناکامیدو وروسته څټ ته ګرځئ. د ذهني پیاوړتیا د چلند فکتور تاسې ته دا وایي، چې خپل مخ پر وړاندې تګ ته دوام ورکړئ.

خو دا په دې مانا نه ده، چې په هر قیمت باید مخ پر وړاندې لاړشئ. ذهني پیاوړی کس په دې پوهیږي، چې په کوم وخت او حالت کې باید مخ پر وړاندې لاړشي. ځینې وخت کله چې دروازې بندې شي او خنډونه راولاړ شي، نو ښه دا ده چې مخ پر وړاندې تګ نه لاس پر سر شئ. کله چې په ناسم مسیر روان یاست او یاهم د مسیر پای مالوم نه وي، نو مخ پر وړاندې تګ ته دوام مه ورکوئ.

د بیلګې په ډولئ: یو لوبغاړی په دې پوهیږي، چې کله یې عضلې په ګرمیدو راشي، نو دا د ده د پیاوړي کیدو نښه ده؛ خو هغه په دې هم پوهیږي چې هغه نه باید د ناروغۍ په حالت کې لوبه وکړي. کله چې تاسې د ذهن له پلوه پیاوړي اوسئ، نو هیڅ غرور به ستاسې تر مخ تاب رانوړي. تاسې د خلکو په وړاندې د خپل ځان اثبات ته اړتیا ونه لرئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button