بلخ: د اشرف غني لخوا په زور ټاکل شوی امنیه قوماندان له دندې شړل شوی

 

عزم(چهارشنبه، ۲۱ وری ۱۳۹۸): کورنیو چارو وزارت کې یوې موثقې سرچینې رسنیو ته ویلي دي چې د بلخ ولایت لپاره نوی امنیه قومندان اجمل فائز ټاکل شوی دی.

نوموړی تر دې مخکې د ۳۳۳، ۴۴۴، ۲۲۲ قطعه خاص د امر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
همدا راز یې د کورنیو چارو وزارت کې هم دنده ترسره کړې ده.

اجمل فائز داسې مهال د بلخ د امنیه قومندان په توګه ټاکل کیږي چې یواځې ۲۴ ورځې مخکې عبدالرقیب مبارز د کمانډو ځواکونو په زور دغې دندې ته معرفي کړ چې وروسته د بلخ له پخواني واکمن عطانور سره د جوړ جاړي لپاره د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران بلخ ته لاړل او دا دی اوس یې هغه بیرته لرې او اجمل فائز یې په ځای وټاکلو.

باید و وایو چې ولسمشر غني واک ته تر رسیدلو مخکې ملت سره وعده کړې وه چې له بلخ څخه به حتما عطانور لرې کوي که لرې یې نکړ د «خره ځوی» به وي چې هغه یې څو میاشتې وړاندې د یوې معاملې په ترڅ کې لرې کړ، خو بلخ کې به د هغه په خوښه ګومارنې کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button