ویسا: خلک سوله غواړي؛ نه دا شته حکومت

عزم(پنجشنبه، ۲۲ وری ۱۳۹۸): ویسا ورځپاڼې «ولس څوک غواړي؟» تر سرلیک لاندې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، چې عام خلک سوله غواړي، نه داسې حکومت چې د خلکو د ناموسونو پوښتنه هم نه‌شي کولی.

ویسا لیکي، په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې کېږي؛ خو حکومت د دې پر ځای چې د سولې ملاتړ وکړي، د سولې مخالفت کوي. حکومت لا هم نه مني چې د افغانستان پر ډېره خاوره طالبان حاکمیت لري.

«د دوی په ځواب کې هم چارواکي او هم د دوی فیسبوکي اردلیان بیا هغوی نه یوازې دا چې د پنجاب نوکران بولي، بلکې دا ادعا هم لري چې د طالبانو د نفوذ او حاکمیت د ساحې په باب د دښمن تبلیغات دي چې تر پنځوس سلنه زیاته خاوره د طالبانو تر کنترول لاندې بولي، امرالله صالح خو دا چلنج هم ورکړی ؤ چې که هر څوک وغواړي پر بایسکل په ټول افغانستان کې ورسره تلو ته چمتو دی.»

ورځپاڼې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغه خبرې ته په اشارې لیکلي، چې هېڅ لوری په افغانستان کې خپل فکر او نظر سل په سلو کې نه شي حاکمولای.

«ټول افغانان سوله غواړي، د جګړې او بدمرغیو د دوام غوښتونکي دومره لږ دي چې په سلنه کې نه راځي، خو له بده مرغه د ولس پر برخلیک مسلط همدغه پاړکی دی. خو پرېکنده اکثریت افغانان دغه ډول ژوند هم نه غواړي چې دا اوس پرې تپل شوی دی. دغه ډول حکومت او شړېدلی نظام هم نه غواړي، داسې ذلیل کرکټرونه هېڅکله نه غواړي چې پردیو ته ننواتې کوي چې زموږ خپل ولس په مرګونو او وحشتونو واړوي. داسې بې حسي او پردیتوب هېڅکله نشي زغملای چې د امریکایانو وژل شویو ته تسلیت وایي او د افغانانو د کور د حرمت تر پښو لاندې کولو پر جنایت چوپه خوله وي.»

د ویسا په باور، د حکومت چارواکي د دېوالونو تر شا ښه ژوند لري؛ خو له خپل ولس ناخبره دي، چې ولس ترې څومره بې‌زاره دی.

«زموږ د حکومت چارواکي له ولس څخه بېل د دېوالونو تر شا اشرافي ژوند لري. د ډاکتر عبدالله په څېر دوی یوازې دا اټکل کولای شي چې ولس د طالبانو په څېر ژوند نه غواړي، دوی ته دا منل ګران دي چې ولس له دوی نه هم بیزار دی او دغه اوسنی پرې تپلی شوی حالت هم نه غواړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button