فاریاب: د ولسمشر غني خصوصي ګارد پر عام ولس ډزې کړي دي

 

عزم(پنجشنبه، ۲۲ وری ۱۳۹۸):ولسمشر غني نن سهار فاریاب ولایت ته روان شو چې هلته له رسیدو سره سم یې د یو روغتون افتتاح هم وکړه.

اوس تازه په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو نشر شوې چې د ګزو غږونه هم پکې اوریدل کیږي خلک وایي د ولسمشر شخصي کمانډویانو پرې ډزې کړي دي.

ویډیو کې خلک د مرده باد اشرف غنی او مرده باد ولسمشر نعرې وهي او وایی چې مونږ عدالت غواړو مونږ عدالت غواړو.

دا پداسې حال کې دی چې تر دې مخکې ننګرهار، نورستان او یو شمیر نورو ولایتونو ته د سفر پر مهال هم له ولسمشر سره داسې چلند شوی او خلک ترې غوښتنه کوي چې شپنیو چاپو او ړندو بمباریو کې مو مه وژنه نور هیڅ نه غواړو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button