ملګرو ملتونو د افغان حکومت له خوښې پرته د طالبانو نومونه له تورلیست نه وایستل

عزم(پنجشنبه ۱۳۹۸ وری ۲۲)په داسې حال کې چې د کابل حکومت چارواکو تل ټینګار کاوو چې له تور لیست نه د طالب مشرانو د نومونو ایستل د حکومت له خوښې پرته نه شي ترسره کیدلی او تر هغو چې طالبان مخامخ له حکومت سره خبرو ته چمتو نه شي نومونه به یې په تور لیست کې وي، تازه راپورونه وایي چې ملګروملتونو په قطر کې د طالب مرکچیانو نومونه له خپل تور نوملړ څخه د مؤقتې مودې لپاره ایستلي او اوس دغه مذاکراتي ټیم د نړۍ هر هیواد ته له کوم ممانعت پرته سفر کولی شي .

باوري سرچینو عزم ته ویلي ، ملګروملتونو له طالب استازو سره ژمنه کړې چې د اوسمهال لپاره به د نهو میاشتو له پاره د طالب چارواکو نومونه له خپل تور نوملړ نه وباسي، خو د دائمي ایستلو لپاره به یې قانوني لارې چارې پر کار اچوي.
که څه هم د کابل حکومت مشر اشرف غني په بیلابیلو لیکونو کې له امنیت شورا غوښتي و، چې د ملا برادر په ګډون دې د طالبانو پر ټول مذاکراتي ټیم بندیزونه ولګوي، خو ویل کیږي چې امنیت شورا له خپلو پنځو دائمي غړو سره په مشوره د کابل حکومت د غوښتنې خلاف پریکړه کړې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبر پخلی کړی خو د حکومت یې په اړوند کوم غبرګون نه دی ښوودلی .

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له مهمو غوښتنو یوه دا هم وه چې باید د مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ووځي.

سیاسي شنونکي دا پرمختګ د طالبانو د اغیزناک سیاست یوه مهمه لاسته راوړنه بولي چې په وینا یې، طالبان به تر دې وروسته په خلاص مټ د نړۍ هر هیواد ته د سفر کولو د اسانتیا سربیره په مختلفو کنفرانسونو ونډه اخیستلی شي او د هیڅ کوم هیواد تر اغیزې لاندې به نه وي؛ هغه څه چې د کابل حکومت یې ښایي سخت مخالفت وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button