طالبان-امریکایانو ته: سولییز حل ته ژمن یو؛ خو بریدونو ته مو لاس تر زنې نه شو کیناستی

عزم( شنبه ۱۳۹۸ وری ۲۴)
طالبانو د خپلو پیل شویو “الفتح“ عملیاتو په تړاو د امریکایي قوماندان جنرال سکاټ میلر او زلمي خلیلزاد څرګندونو ته توند غبرګون ښوودلی او پر هغوی یې غږ کړی چې “باید دا خبره درک کړي چې دا جګړه د امریکا لخوا پر افغانانو تپل شوې ده.“
طالبانو ویلي، له خپل سر، مال، ناموس، هیواد، دین او حدودو څخه دفاع کول د هر هیواد او انساني ټولنې حق دی، په تیره بیا افغانان په دې کار کې د نړۍ له هر بل هیواد څخه حساس دي او امتیازي حیثیت لري.
اعلامیه زیاتوي،
“ موږ د میلر او خلیلزاد غبرګونونه غندو، دوی د خپلو کړونو ځواب ویلو ته متوجه کوو او د روانو جهادي عملیاتو د اعلان په اړه يې څرګندوني بې ځایه بولو. “
په اعلامیه کې د اعتراض په توګه ویل شوي چې خلیلزاد او میلر د طالبانو عملیاتو ته په داسې حال کې حساسيت ښيي چې د کابل ادارې د اعلان شویو عملیاتو يې بیا ننګه کړې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چي د مذاکراتو روان بهیر او سولیز حل ته ژمن دي خو په وینا یې چې ،
” داسې نشي کولای چې د اشغالګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو پوځي عملیاتو او روان وحشت ته لاس تر زني کښیني”.
مجاهد وایي، چې امریکایانو ته یې په پنځه واړو ناستو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي ویلي، خو هغوی یې په تړاو هیڅ غور نه دی کړی.
طالبانو خبرداری ورکړی چې “ دوی (امریکایان) باید د خپل مسئولیت په درک کولو سره خپل بشري جنایات بند کړي، په تیرو ۹ میاشتو کې د امریکايي اشغالګرو لخوا هره شپه د افغانانو په کورنیو حریمونو تجاوز کیږي، هره شپه ګڼ شمیر ښځې، ماشومان او بوډاګان په خوب ویده په شهادت رسیږي او یا لاس تړلي زندانونو ته استول کیږي، هره ورځ د هیواد په مختلفو سیمو کې د بمونو باران دی، کورونه، مسجدونه، مدارس، مکاتب او کلینیکونه ویجاړيږي او د دوی پخپل اعتراف تر ۷۰۰۰ پورې بمونه په دې لنډ وخت کي زموږ پر خاوره غورځول شوي دي.“