لغمان کې یو عسکر خپل شپږ ملګري طالبانو ته په لاس ورکړي

عزم(یکشنبه، ۲۵ وری ۱۳۹۸): طالبان وایي تیره شپه یې د لغمان مرکز مهترلام اړوند کرنج آبه سیمه کې یې د یو نفوذي ملګري په توسط د بالاحصار پوسته نیولې ده.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پوسته کې یې ۶ تنه اربکیان ژوندي نیولي، ۷ میله سپکه او درنه وسله او ګڼ شمیر مهمات هم لاسته ورغلي دي.
همدا راز طالبانو د پکتیا په زرمت کې هم د یوې پوستې د نیولو، ۱۲ عسکرو د وژلو او ۲ ټانګونو د تخریب ادعا کړې ده.
طالب ویاند ویلي چې تیره شپه یې د پکتیا زرمت ولسوالۍ اړوند د هستوګني پوسته او ور څیرمه کلا چې عسکر پکې اوسیدل د یو لړ تعروضي بریدونو په ترڅ کې نیولې دي او ۱۲ عسکر یې وژلي دي.