ډاکټر عبدالله: لویه جرګه د افغانستان په ګټه نه ده؛ تحریموو یې

عزم (یکشنبه ۱۳۹۸ وری ۲۵)
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن په یوه اعلامیه کې د راتلونکې لویې جرګې په تړاو خپل دریځ روښانه او په دغه ناسته کې یې خپل ګډون رد کړی دی.

اجرایه ریاست ویلي،د جرګې د ناڅرګندې اجنډا او هغه مسایل چې په کې څیړل کیږي ، په هکله یې له عبدالله عبدالله سره هیڅ کومه مشوره نه ده شوې.

د سولې په برخه کې د اجرائيه ریاست سلاکار حکمت الله حکمت رسنیو ته ویلي، ارګ په خپل سر او پرته له سلا مشورو د مشورتي جرګې چارې پر مخ وړي.
عبدالله ټینګار کړی چې پر یاده مشورتي جرګه بې ځایه لګښتونه کیږي او د هیواد لباره یې کومه ځانګړې ګټه نه تر سترګو کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اجرایه رئیس له قوله خبر ورکړی ؤ، چې نوموړی د دې مشورتي جرګې د رابللو په هکله اندیښمن دی او فکر کوي چې اشرف غني به د راتلونکو ټاکنو لپاره ترې ابزاري استفاده وکړي.
طالبانو هم یاده جرګه دسیسه بللې او له خلکو یې غوښتي چې ګډون په کې ونه کړي.
پر یادې جرګه چې شاوخوا ۵ میلیونه ډالر لګښت راځي، د هیواد له ګوټ ګوټ نه ورته تر ۲ زرو ډیر کسان وربلل شوي دي.
د یادو کسانو پریکړې به یواځې مشورتي بڼه ولري او هیڅ اجرایوي صلاحیت به ونه لري.

د سیاسي چارو.شنونکی نظر محمد مطمئن وایي، ددې لپاره چې د واک خلا ډکه شي، د ګډ حکومت مشرتابه د مشورتي لویې جرګې د لاري کیدای شي د خپل وخت د غځیدو هڅې وکړي، په داسي حال کې چې د ګډ حکومت شریک ډاکټر عبدالله، د ولسمشریزو ټاکنو پېژندل شوی نوماند حنیف اتمر او ډیری افغان سیاستوال د لویې مشورتي جرګې د جوړیدو له تشکل او جوړښت سره، په اوس وخت کې اختلاف کوي. همدارنګه طالبان چې د هیواد نږدې ۷۰ سلنه خاوره په کنټرول کې لري، له خلکو غوښتې چې یادې غونډه کې ګډون ونه کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button